بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه کلتور او هنر

اړيکې له څه شي اغېزمنېږي؟

مرکه: صدیقه پوپلزۍ

ټولنیزې اړیکې د هر انسان مهم اروایي لوری ګڼل کېږي موږ ټول یوبل ته اړتیا لرو او پرته له ټولنیزو اړیکو به ژوند له ستونزو سره مل وي. ارواپوهان وایي چې د ډېری اروایي ستونزو لامل پۀ ټولنیزو اړیکو کې سستي ده هغوی چې پر کورنیو، صمیمي، او نورو اړیکو کې ستونزه لري ډېرځله یوازې پاتې کېږي او همدا یوازیتوب په راتلونکي کې اروايي ستونزو ته لار هواروي، ډېری کسان چې پۀ اړیکو کې ستونزې لري پر دې نۀ پوهېږي چې کومې روغې چارې یې پر اړیکو مثبت اغېز کوي د همدې مسلې د لا شننې پر موخه مو د هېواد لۀ نوموتي ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې هیله ده تر پایه یې راسره ولولئ.

پوپلزۍ: سلام استاد هیله ده روغ جوړ او خوښ اوسئ استاد، پۀ لومړیو کې غواړم وپوښتم چې د اړيکو اغېزمنېدل يعنې څه؟
استاد عظیمي: سلام تاسو او درنو لوستونکو ته هیله مند یم چې روغ جوړ به یاست.

د اړیکو اغېزمنېدل پۀ دې مانا چې ښه شخصيت د ښو اړیکو څخه استازیتوب کوي، یانې که یو شخص ښه او نورمال شخصیت ولري نو ورسره به یې اړیکې هم پراخه وي، ځکه ښه شخصیت په اړیکو کې د لا پرمختګ لامل ګرځي.

همدارنګه ښه شخصیت اړیکې بریالۍ کوي او د ننګونو پر وړاندې درېدو کې مرسته کوي د دې تر څنګ ښه شخصیت د نورو کسانو لپاره بېلګه ده او ویلای شو، هغوی چې ښه شخصیت لري د خپل ښه چلند له امله یې په ټولنه کې درناوی کېږي.

پوپلزۍ: استاد آیا قوم او ژبه پر اړیکو اغېز کولای شي؟

استاد عظیمي: د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې هو، د هر چا شخصیت د هغه پر قوم، ژبه او کلتور کې جوېږي، نو په اړیکو کې د هغه توپیر او ناجوړجاړی په فردي او کورنيو اړیکو، ټولنیز ژوند، ارزښتونو، رسمونو او دودونو پورې اړه لري، نو له همدې امله زموږ پر اړیکو اغېز لري او ښايي ښې، یا یې خرابې کړي.

پوپلزۍ: استاد کوم مسايل پر اړيکو باندې بده اغېزه کوي؟

استاد عظیمي: لومړۍ مسله چې اړیکو ته یې زیان رسولی د ټولنېزو شبکو افراطي کارول دي همدې شبکو پلار لۀ زوی نه بېل کړی، مېرمن لۀ خاونده، ورور لۀ خور نه او ملګری لۀ ملګري، دا منم چې مجازي ملګرتیاوې شته خو د اصلي اړیکو ځای کله هم نشي نیولای. عیب لټول او پر نورو ډېرې نیوکې، تل منفي اړخ لیدل، منفي خبرې او منفي فکر کول، تل خپلې خبرې پر نورو تحمیلول، د نورو شخصي حریم ته نۀ درناوۍ، اروايي ستونزې او د ټولنيزو مهارتونو نۀ لرل هم پر اړیکو منفي اغېر کوي او آن د شلېدو شونتیا یې هم رامینځته کولای شي.

پوپلزۍ: استاد؛ آيا د هر انسان اړيکې لۀ همغې ټولنې اغېزمنیږي چې، ژوند پکې کوي؟

استاد عظیمي: دا خو ښکاره خبره ده هر انسان چې پۀ کومه ټولنه کې ژوند کوي نو شخصیت، فکر، ارزښتونه، غوښتنې او لېوالتیاوې به یې هم د هغې ټولنې لۀ وګړو سره سر خوري او یاد مسایل اړیکې اغېزمنوي ځکه اړیکې د ټولنې د ارزښتونو، دودونواو رواجونو پر بنسټ جوړيږي کۀ هغه اړیکې د هلک او نجلۍ تر مینځ وي، د خاوند او مېرمنې یا کورنۍ او اولادنو ترمنځ…

پوپلزۍ: استاد کومو اړيکو ته ښې اړيکې ويلاى شو؟

ستاد عظیمي: هغه اړیکې چې دواړه اړخه یو له بله مثبته انرژی واخلي، دواړه لوري د یو بل ملاتړ وکړي او یوبل ته د منلو، مینې، محبت، امن او امنیت احساس ورکړي، دواړه لوري د بدلون غوښتونکي وي، یو بل ته غوږ ونیسي، دواړه لوري وکولای شي چې پۀ ښکاره توګه یو بل ته خپل نظر او احساسات بیان کړي. ښه اړیکه هغه ده چې د دواړو خواو تر مینځ شته توپیرونه په سمه توګه درک او مهار شي. داسې اړیکې به لۀ هره اړخه روغې وي.

پوپلزۍ: استاد ايا د يوۀ انسان اړيکې د بل انسان له اړيکو نه اغېزمنېدای شي؟

استاد عظیمي: لکه څرنگه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه د هر انسان اړیکې لۀ ټولنې اغېزمنیږي او ټولنه لۀ انسانانو جوړه ده دلته ویلاى شو چې انسان یو اغېزمن موجود دی یاني هم پر نورو اغېز کوي او هم د نورو اغېز مني، هر انسان لۀ یواځیتوب څخه ځوریږي، د ملګري او همراز پۀ لټه کې وي تر څو یې خبرو ته غوږ ونیسي او د زړۀ خوالۀ ورسره وکړی، نو پۀ اړیکو کې ښۀ، غوره او نیک انسان د بل د ودې او پرمختګ لامل ګرځي خو بد يې بیا د بدبختۍ او ناکامۍ ته لار هواروي.

پوپلزۍ: استاد د اړيکو اغېزمنتیا پۀ فرد پورې اړه لري کۀ ټولنه پورې؟

استاد عظیمي: باید ووایم چې د اړیکو اغېرمنېدل هم پر جمعیت او هم خپله پۀ ښکېل کس پورې اړه لري ځکه ټولنه لۀ خلکو جوړه ده او د ټولنې وګړي پۀ هر صورت یوبل ته اړتیا لري، موږ یو، فردي اړیکې لرو لکه د خاوند او مېرمنې تر مینځ اړیکې او بل جمعي اړیکې دي لکه صنفي اړیکې، نو پۀ صنف کې د نورو چلند او فکرونه پر موږ اغېز کولای شي خو بېرته مو د مېرمنې او ملګري فکرونه، چلند او لېوالتیاوې هم اغېزمنوي.

پوپلزۍ: څه وکړو تر څو اړيکې اغېزمنې نشي؟

استاد عظیمي: موږ یو مثبت اغېز لرو یو منفي. مثبت اغېز توپیر نۀ کوي او د انسان لپاره ګټور هم دی خو ددې لپاره چې منفي اغېز رامینځته نشي، خپل مسوولیت ومنﺉ د امن او امنیت احساس و ساتﺉ، درناوي ته پام وکړئ، د خپلو ضدي چارو لۀ تحمیلولو څخه ډډه وکړﺉ، ریښتینولي او امانت دارې پۀ پام کې ولرئ او ژمن پاتې شئ، مقابل لوري ته وخت ورکړئ او خبرو ته یې غوږ ونیسئ

پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې پۀ توګه کومې اړيکې ډېرې اغېزمنیږي؟

استاد عظیمي: هغه اړیکې چې دروغ پکې وي، شخصی حریم ته درناوی پکې شتون و نۀ لري، دواړه لوري د امن احساس ونۀ لري، صمیمیت پکې نۀ وي، دواړه لوري د یوبل خواخوږي نۀ وي، هغه اړیکې چې دواړه خواوې پکې خپل مسوولیت نۀ مني او د ستونزو لۀ حل څخه تېښته کوي باید یادونه وکړم چې یاد مسایل پر اړیکو منفي او بد اغېز کوي.

پوپلزۍ: استاد له تاسې نه يوه نړۍ مننه په دې هيله چې د نورو موضوعاتو په هکله هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ.

استاد عظيمي: له تاسو هم يوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د يوه روغ، اباد افغانستان په هيله خداى مو مل شه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ