هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

ایا افغانستان کې چینايي ځواکونه ګزمې کوي؟

خپرونکي: ډیپلوماټ خپرونه
لېکوال : انکیټ پانډه
ژباړه: هیواد

ایا د چین د خلکو د ازادۍ پوځ په افغانستان کې ګزمې کوي؟

ددې میاشتې په سر کې د( مرکزي اسیا- قفقاز انستیوت) خپرونه کې فرانز جي. مارټي لیکلي وو” د عکسونو، عیني شاهدانو او د موضوع سره د اشنا چینایانو په شمول د ډيپلوماټانو د تایید شویو بیانونو په شمول کافي شواهد شته چې چینايي ځواکونه افغانستان کې ګزمې کوي.“

د مارټي راپور لومړنی نه دی چې څرګندوي په افغانستان کې د چین د خلکو د خپلواکۍ پوځ عملیات کوي. د هندوستان یوې خبري ویب پاڼې هم په دې وروستیو کې پر خپله ویب پاڼه داسې عکسونه خپاره کړی چې ادعا کوي چینايي ځواکونه د افغانستان په پامیر سیمه کې چې د چین پولې ته نژدې پرته ده ګزمې کوي.

تر اوسه پورې چین په کلکه دا راپورونه رد کړې چې ګوندې پوځ یې په افغانسان کې دننه ګزمي کوي. خو منلې یې ده چې د افغان چارواکو سره د ترهګرۍ پر ضد ګډ عملیات روان دي.

د چین د خلکو د ازادي پوځ ویاند رین کواکیانګ وايي” د دواړوو خواوو قانون پلي کونکوو ځواکونو په سرحدي سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد د قانون د ټینګښت ګډ عملیات ترسره کړي.“

نوموړي همدارنګه زیاته کړې” هغه راپورونه چې چې ویل کیږي چینايي پوځ افغانستان کې ګزمې کړي درواغ دي.“

 

د ۲۰۱۶ م کال په نومبر میاشت کې هم د چین د دفاع وزارت په ورته ډول د هندوستاني رسنیو هغه راپورونه رد کړي وو چې ویل یې، چینايي پوځ په افغانستان کې دننه عملیات کړي دي.“

د چین د دفاع وزارت ویاند ینګ یوجون په خپله عادي خبري غونډه کې وویل” په بهرنیو رسنیو کې هغه راپورونه چې وايي د چینايي پوځ ګاډي په افغانستان کې دننه ګزمې کوی له واقیعتونو سره برابر نه دي.“ ینګ همدا راز زیاته کړې وه ” په وروستیو کلونو کې د چین او افغانستان د قانون پلي کونکو ادارو تر منځ د ګډې سرحدي همکارۍ له مخې په سرحدي سیمه کې د قانون د ټینګښت ګډ عملیات شوي دي“ افغان چارواکو هم په دې اړه راپورونه رد کړي دي.

چین له کلونو راهیسې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپل لیوالتیا روښانه کړې. تر ټولو تازه مورد کې بیجنګ خپلې هغه اندېښنې څرګندې کړي چې ګوندې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په څیر یغور ټبري چینايي بیلتون غوښتونکي ډلې به د افغانستان خاوره د چین پر ضد وکاروي.

په ۲۰۱۴ م کال کې په یو کم ساري سفر کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې افغانستان ته ولاړ څو له افغان چارواکو ډاډ تر لاسه کړي چې د افغانستان خاوره به د شین جیانګ د سیمې بیلتون غوښتونکې ډلې نه کاروي.

د افغانستان د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل وانګ ته ډاډ ورکړ چې افغانستان به هیڅکله د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې په استفادې داسې کړنې ترسره کړي چې چین ته خطر پېښ کړي او له چینايي لوري سره به په دې اړه امنیتي همکاري ژوره کړي.

راپورونه وايي، په ۲۰۱۵ م کال کې افغانستان هغه یغور وسلوال چې دوی نیول وو چین ته وسپارل، څو د پاکستان له لارې د طالبانو سره د سولې په خبرو کې د چین ملاتړ تر لاسه کړي.

په عین حال کې د چینايي چارواکو د ردولو سربیره تر اوسه دا روښانه نه ده چې د کابل او بیجینګ ترمنځ د پامیر په سرحدي سیمو کې دوه اړخیزې همکارۍ او ګزمې په کوم حد کې دي.

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې ویلي، د چین د خلکو د ازادي پوځ ویاند رین کواکیانګ د پولې په افغان اړخ کې د غیرې پوځي ګزمو خبره هم رد کړې وه” چې ورسره دا پوښتنه لا هم بې ځوابه پاتې ده چې که دا سې ( ګزمې ) نه وي نو بیا ( د ترهګرۍ ضد شریک عملیات ) بله کومه معنی لري؟

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */