مارچ 7, 2021

خټک: قسم خوړلي دښمنان د افغانستان د نظام راغورځولو په لټه کې دي

Advertisements

راپور: بشر درویش
پښتون سیاستوال افراسیاب خټک چې پخوا یې د پاکستان په حکومت کې لوړې دندې هم کړي، په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان دښمنان دغه هیواد کې د نظام د چپه کولو په لټه کې دي.
نوموړي دا خبرې پرون په یوه تازه ټویټ کې کړي دي.
هغه لیکلي:

«خارجی قواوې وځی ، زرګونه بندیان خلاص شوی، نو د جنګ ادامه ولې؟ اوربند ولې نه کیږی؟ د افغانانو خپل مينځي خبرې ولې نه پیلیږی؟»

ښاغلي خټک ویلي چې په اصل کې دښمنان غواړي د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست اشغال شي او د نورو په ولکه کې اوسي.


نوموړي وړاندې لیکلي:

«د افغانستان  قسم خوړلي دښمنان د هیواد دولتي نظام د راغورزولو په لټه کې دي تر څو چې د امارت په نوم د افغانانو خارجي او دفاعي سیاست لکه د انګلیسانو اشغال کړی.»

افراسیاب خټک چې د افغانستان د جګړې مخالف دی او دا د پاکستان او سیمې او نړۍ د استخباراتو لوبه بولي، ډیر کله دې ورته سپینې او توندې نیوکې کوي.
نوموړي له دې وړاندې هم افغان جګړه پردۍ، ناروا او افغان وژنه بللې ده.
هغه څه وخت وړاندې هم د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې وه چې له افغانستان سره دوه مخیتوب کوي او که همداسې روان وي، پاکستان ته د لوی زیان او تباهۍ سبب کیدای شي.
هغه وايي، پاکستان تروریستانو ته خوندي مرکز ګرځیدلی، طالبانو او نورو تروریستي ډلو ته خوندي ځایونه لري او تروریزم پر مخ وړي.
افرسیاب خټک دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د سولې د بین الافغاني خبرو د پيلیدو اوازې بیا سړې شوي او ورسره جګړه توده شوې ده.
افغان ملي امنیت شورا ویلي؛ وړمه اونۍ کې افغانانو ته دومره مرګ ژوبله اوښتې چې تیرو ۱۹ کلونو کې بې سارې وه.
خلک پر طالبانو له دې امله نیوکې کوي چې له امریکا سره تر تړون وروسته اوسمهال اوربند ته غاړه نه ږدي او په بین الافغاني خبرو پورې یې تړي. ویل شوي که اوربند وشي او جګړه ختمه شي، بین الافغاني مذاکرات به ژر پيل او ورسره د افغانانو وینه بهیدل ودریږي.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ