فبروري 26, 2021

په ۱۰ دقيقو کې رښتينی ارامښت او سکون ترلاسه کړئ !

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ښايي فکر وکړئ چې د ارامښت او سکون د ترلاسه کولو لپاره ډېرو کارونو او ډېر وخت ته اړتيا ولرئ، خو په زړه پورې دا ده چې تاسو کولی شئ د ځينو ځينو وړو کارونو په ترسره کولو سره په لږه موده کې ارامښت او سکون ترلاسه کړئ.
پوهېږئ چې دا کوم کارونه دي؟ ټوله ورځ مو د کار له امله ستړې تېروئ، اصلا دې ته وخت نه لرئ چې خپل ځان ته لږ وخت ځانګړی کړئ او ترټولو بيا جالبه دا ده چې ارامښت هم ورسره نلرئ. د دې ستونزې د حل لپاره څه کول پکار دي؟
د ارامښت نشتون او د کاري ستونزو لرل، د ډېری خلکو عمومي ستونزه ده. ښايي فکر وکړئ چې د واقعي ارامښت لپاره به ډېر وخت او ډېر کارونو ته اړتيا ولرئ، خو هېڅکله هم داسې نه ده. تاسو په دې ۱۰ وړو کارونو رښتيني سکون او ارامښت ترلاسه کولی شئ:
مثبت فکر وکړئ
هڅه وکړئ چې حتی د څو ثانيو لپاره هم په خپل ذهن کې مثبت افکار راولئ. د څو شېبو لپاره کاري کړاوونه او جنجالونه يو خواته کړئ، سترګې مو وتړئ او د خپلې راتلونکې لپاره مثبت فکر وکړئ او خوښي احساس کړئ.
د لاسونو ماساژ مه هېروئ
که د دې لپاره وخت نه لرئ چې ماساژخانې ته ورشئ، کولی شئ چې دا کار پخپله وکړئ. د خپلو لاسونو د حساسو ځايونو په ماساژ کولو سره کولی شئ چې سټرس او فشار مو له بدن څخه لرې کړئ. لومړی مو د لاسونو د شست ګوتو ته فشار ورکړئ او په همدې توګه مو د لاسونو د نورو ګوتو څوکې هم ماساژ او کېکاږئ. پام! د لاسونو د ورغويو ماساژ مو هېر نشي.
ککو وخورئ
ايا په دې پوهېدئ چې د ککو خوړل مو خلق او خوی ښه کوي؟ د ککو خوړل د اعصابو د ارامښت او د ميتابوليسم د تقويت سبب ګرځي.
آسمان ته وګورئ
غوره به وي چې بهر ووځئ، کښېنئ او که ممکن وي ستوني ستاق څملئ او آسمان ته مو سترګې ځیر کړئ. پاس لوري ته کتل د وينې د فشار د کموالي، د مغز او تنفس د تحرک او په پايله کې د ارامښت لامل ګرځي.
خندا مه هېروئ
دا مهمه نه ده چې څومره بوخت ياست، خندا د وينې د فشار د کموالي او په بدن کې د اندروفينو د فعالېدو سبب کېږي او همدارنګه خندا د ارامښت د ترلاسه کولو لپاره ترټولو ښه لار ده.
شات وخورئ
د شاتو په خوړلو سره د خپل بدن سټرس او فشار کم کړئ. شات نه يوازې دا چې مرطوب کوونکي او طبيعي انتي بيوتيک دي، بلکې کولی شي چې ستاسو اضطراب او ستړيا له منځه يوسي.
ژاولې وژدويئ
مهمه نه ده چې ژاولې دې څه ډول خوند او طعم ولري، د ژاولو ژدول مو د بدن سټرس او ستړيا کموي.
بڼوالي يا باغباني وکړئ
شنه بوټي او رنګا رنګ ګلان تاسو ته ارامښت او سکون درکوي، اړينه نه ده چې حتمي دې ګلان وکرئ او يا شاخه بري وکړئ؛ حتی شنو بوټو ته اوبه ورکول او په شنه فضا کې تنفس کول هم تاسو ته ارامښت درکوي.
له خبرونو څخه ځان لرې وساتئ
کله چې سټرس لرئ، ترټولو بد هغه څه چې تاسو ناخوښ کوي، هغه د بدو او منفي خبرونو اورېدل او ليدل دي. نو که غواړئ ارامښت ترلاسه کړئ، د ټلويزون او يا راډيو د ګل کېدو بټن کېکاږئ.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ