د عقلي زوال درملنه؛ هغه واکسین چې انقلاب به رامنځته کړي

ژباړه؛ نسیمه محمدي
د عقل له زوال څخه د مخنیوي واکسین به پر انسان وآزمایل شي.
د عقل له زواله د مخنیوي په‌پار واکسین جوړ شول، چې پر موږکانو تر بریالۍ آزموینې وروسته، اوس پر انسان هم آزمایل کېږي.
د څېړونکو په وینا، دا واکسین به له کوم زیان پرته انسان ته هم ښه پایله ولري او د یوې لسیزې په ترڅ کې به د ټولو د لاسرسي وړ وي.
دا خبر، چې لومړی د «آلزایمر د درملنې او څېړنې» په نشریه کې خپور شو، د ۲۰ کلونو زیار پایله ده، چې د آمریکا په ملاتړ یې ډېره برخه په آسترالیا کې ترسره شوې.
ویل کېږي دا واکسین د بېلابېلو درملو ترکیب دی، چې د موخو ټاکلو او وروسته د مغزي پلاک او د نانو فیبري پر غوټو څپړلو کار کوي، چې د هېرجنتیا او د حافظې د درک د کمېدو اصلي لامل دی.
د څېړونکو له وینا سره سم همدارنګه په بالقوه ډول په آلزایمر د مبتلا وګړو لپاره هم کارول کېدای شي.
د راپورونو پر اساس، دا واکسین په خپل ذات کې بېساری دی، ځکه ډېری درمل چې تر اوسه ترلاسه شوي، زیاتره د ناروغۍ د علایمو د کمېدو سبب ګرځېدلي چې د مغز لپاره ستونزه جوړوونکي عوامل په نښه او مشخص کړي.
د دې څېړنې عمده برخه د آسترالیا د آډلایډ په (فلېندوز) پوهنتون کې ترسره شوې ده.
د دې پوهنتون څېړونکې ډلې غړي پروفیسور نېکلای پتروفسکي وویل: “دا واکسین یو انقلاب رامنځته کولای شي. که څه هم همدا سبا شاید د لاسرسي وړ نه وي، مګر د حېرانتیا وړ ګام په سم لوري اخیستل شوی دی…”
نوموړي د آسترالیا «ډیلې تلګراف» ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: “دا د سفر پیل نه، بلکې پای دی.”
نوموړي متخصص هیله څرګنده کړه، چې د دې واکسین آزمایښت به پر انسان په راتلونکو ۲۰ میاشتو کې پیل شي.
سره له دې ممکن د احتیاط لپاره دلیل وي، ځکه تر اوسه څو ډوله هیله‌بښونکي درمل، چې ویل کېدل د عقل پرر زوال مثبت اغېز لري، په روغتیايي آزمایښتونو کې رد شوي دي.
سرچینه: انډېپنډېنټ




وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ