فبروري 27, 2021

قرنطین؛ د عقلي زوال ناروغان ستړیا احساسوي

ژباړه: نسیمه محمدي

نوې څېړنې ښيي چې د عقلي زوال ناروغانو یو پر درېیمه برخه خلک د کورونا وایروس او کوربندۍ د اغېزو له امله د ستړیا احساس کوي. په برېټانیا کې د کوربندۍ د قوانینو په نرمولو او د کار او بار په پیلولو سره ممکن، د ټولنې ځينې وګړي د تېرو میاشتو په نسبت به، محدود احساس ولري.
که څه هم په عقلي زوال اخته ډېری ناروغان، لا هم په آسانۍ سره بهر تللو ته زړه نه ښه کوي او ځینې وګړي وایي، چې د کورونا وایروس تاثیرات د دې لامل شوي، چې د دوستانو د کمزوره اړیکو حس وکړي.
د آلزایمر د ټولنې د څرګندونو له مخې، آلزایمر هغه اصطلاح ده، چې د ځینو نښو نښانو، لکه د حافظې/ یادښت له لاسه ورکول او په تفکر او بیان کې ستونزو د توصیف لپاره په کار وړل کېږي.
د عقلي زوال تر ټولو عام دلیل، د آلزایمر ناروغي ده، چې د ناروغ د سکتې کولو سره لا شدت مومي.
د جون په میاشت کې د آلزایمر ټولنې په ۱۸۳۱ آلزایمري ناروغانو او پالونکو څېړنه ترسره کړه.
د څېړنې یو پر درېیمه برخه ګډونوالو وویل، چې د «بې انګېزېتوب» احساس لري او یا دا چې د کوربندۍ له امله غواړي، «بېخیاله دې هر څه وشي»، په داسې حال کې چې ځینې ورته کسانو وویل، له کور څخه بهر فعالیتونو لپاره کافي اعتماد په نفس نه لري.
د دې خیریه ټولنې موندنو ته په کتو، ۴۵% ګډونوالو ویلي، چې قرنطین د هغوی اروایي سلامتیا اغېزمنه کړې او ۱۱% د هغوی څخه ویلي، د ټولنیز واټن پلي کېدو سره یې، ملګري او دوستان له لاسه ورکړي.
پردې سربېره ۴۶% وګړو، چې له دغو ناروغانو څخه پالنه کوي (کورنۍ او یا ملګري چې له دوستاو او خپلوانو ساتنه کوي)، ویلي، هغه دوستان/ کورنۍ غړي چې په عقلي زوال اخته دي، اوسمهال د استرس، وېرې او ژور خپګان احساس لري.
دې خیریه ټولنې وویل د خیریه ټولنې د ملاتړ برخې، د کوربندۍ په دوران کې د نیم میلیون څخه زیات ځله د معلوماتو رسونه ترسره کړې ده.
همدارنګه دې سازمان د عقلي زوال ناروغانو لپاره د ملاتړ ۱۵ زره اړیکې/ تماسونه ترلاسه کړي دي.
په دې څېړنه کې، دې ټولنې موندلې، چې د عقلي زوال د هررو لسو کسانو څخه، درې تنه یوازې څلور ورځې پرته له دې چې خبرې اترې ولري، یانې پنځه دقیقې وخت ونیسي، تېر کړی دی. او دا شمېره په هغو کسانو کې چې یوازې ژوند کوي ۴۶% ډېره ده.
یوازې له یو کس زیاتو کسانو ویلي، چې ټوله اونۍ یې د پنځه دقیقه‌یي مجلس پرته تېره کړې ده.
د ملي سرشمېرنې د ادارې پر اساس، عقلي زوال او آلزایمر د سالمندانو/ بوډاګانو په ساتنځایونو کې عام وضعیت دی، چې د مارچ له دویمې بیا د جون تر دولسمې شل زره تنه مړه شوي دي.
کریس مداکس پخوانۍ پولیس افسره چې په ۲۰۱۶م کې په عقلي زوال ناروغۍ اخته شوه، د پي اې خبري آژانس ته وویل:

څلور کاله وخت یې ونیو، چې خپل ژوند بېرته جوړ کړم او دا حس کړم چې لا هم لږ څه ارزښت او اعتبار لرم.

نوموړې وویل: “کله چې ناڅاپي قرنطین کېږئ، فکر کوئ ښه نو اوس څه نه لرم. دې وضعیت، د بې ګټورتوب او فضولۍ پخواني احساسات راژوندي کړي دي.”
مېرمن مداکس چې د جون میاشت کې د سر د وېښتانو په تراشلو، د ۱۵۰۰۰ زره څخه زیات پونډ د آلزایمر د ټولنې لپاره راټولې کړې، وویل: “فکر کوم قرنطیني شرایطو، د عقلي زوال پر اکثریتو ناروغان منفي اغېز ښندلی او د هغوی اروايي روغتیا یې اغېزمنه کړې ده.” هغې زیاته کړه اورېدلي یې دي ځينې خلک وایي، تر هغو چې د کورونا وایروس واکسین نه وي جوړ، له کور بهر تللو خیال نه لري.”
کارن بيټي، چې خاوند یې، رابرټ د آلزایمر ناروغي لري، وویل ډېره ځورونکې ده، چې ووینې د خاوند وضعیت یې (۲۴ کاله ګډ ژوند کړی)، د څو میاشتو په اوږدو کې کړکېچن شوی.
مېرمن بیټي پي اې ته وویل:

هفه خپه دی، ټوله ورځ د ټلویزیون ننداره کوي، کله کله څو ورځې له ما سره خبرې نه کوي، باید هغه اړ باسم، چې خبرې وکړي، حالت یې ډېر خراب شوی او فکر کوم نور به هم بدتر شي.

کېټ لي د آلزایمر ټولنې مديرې څرګنده کړه، د قرنطین د محدودیتونو د نرمولو سره ډېره اړینه ده، چې همدا ډول د عقلي زوال له ناروغانو ملاتړ وشي.
مېرمن لي وویل:
څرنګه چې د قرنطیني قوانینو آسانول پیل شوي او پر عقلي زوال ناروغانو یې اصلي اغېزې څرګندېږي، له بل هر وخت باید ډاډ تر لاسه کړو، چې هېڅوک د دې کړکېچ سره د مقابلې لپاره یوازې نه دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*