عقیده او نظریه (پېژندنه او توپیر)

  • لیکنه: رحمت ګل عمري

عقیده او نظریه د ټولنیز ژوند مل د ډېر اغېز او ارزښت وړ موضوعګانې دي. داسې چې زمونږ په ټولنیز ژوند کې باورونه تینګوي او ځینې مهال د ډېر حساسیت وړ هم ګرځي.
عقیده او نظریه مهمې او د ارزښت وړ سوژې دي. د دې دوو موضوع ګانو شننه ډېر زیات بحث او څېړنې ته اړتیا لري، د نړۍ سترو علماوو په دې اړه لوی لوی کتابونه لیکلي دي. همدا راز په دې اړه په شوو څېړنو لا هم نیوکې شته. غواړم په دې مقاله کې یوازې د عقیدې او نظریې تعریفونه او توپیر په لنډ ډول درته وړاندې کړم.
د عقیدې او نظر یې په اړه په لوړه او ټیټه کچه بحثونه او شننې شوې. ځینې عقیده او نظریه خور او ورور بللي، ځینې یې په سیاسي او اقتصادي پولو سره بېلوي، ځینو په تیوریکي لحاظ دیني سوژې بللې او ځینو عقیده دیني نظریه سیاسي بللې ده.
په هر صورت زه غواړم په دې مقاله کې لاندې دریو بنسټیزه پوښتنو ته ځوابونه ومومم.
لومړی: عقیده څه ده؟
دویم: نظریه څه ده؟
درېیم: د عقیدې او نظریې توپير څه دی؟
خدای (ج) یو دی. د حساب او کتاب ورځ یا قیامت راتلونکی دی. پس له مرګه بیا ژوندي کېږو. جنت او دوزخ شته دی او نور هغه ټول موضوعات چې الله (ج) یې ذکر کړی او یا يې د خپل رسول په واسطه تر موږه راسولي. په اړوند ټولو پیغامونو او حکمونو موږ باور لرو، اعتقاد پرې لرو، زړه پرې تړو، په دې موضوعاتو کې کمی او زیاتی نه راځي او نه چاته پکې د لاس وهلو حق شته دا زموږ عقیده ده.
عقیده چې په انګلسي کې ورته (Fsith Belife)د تړلو، غوټه اچولو، قلف کولو، کلکولو ما ناوې هم ورته کارېدلې دي.
احمد جنید مبارز وايي عقیده هغه ټینګ او کلک باورنه دي چې زړه یې ټولوي او مني یې.
کلايي اعتقادي بیا وایي عقیده له عقد څخه اخیستل شوې چې د غوټه شوې مانا ورکوي او له عقل او نفسونو را غوټه شوې ده.
نوموړي وايي عقیده کېدای شي له عقیل، علم، زړه، منطق، فطرت څخه وي یا هم له جهل، تعصب او نورو څخه.
استاد مطهری بیا د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې د تفکر او عقیدې په اړه ترې شوې، عقیده یې داسې ځنځیر او حلقه یاده کړې چې بشر یې پرته له تفکر او لامل څخه ومني او غاړه ورته کېږدي.
نثار مظلوم په خپل کتاب ملي هیلې او اړتیاوې کې بیا وايي، چې عقیده د بشر هغه احساسات دي چې په هغه کې د بشر پوهه او دلیل شا مل نوي، بلکې څه چې وي هغه باید کټ مټ ومنل شي.
د عقیدې په اړه پورته نظرونه سره نیږدېوالی لري، په ټوله کې هوکړه دا ده چې عقیده له انساني دلایلو، پوهې او نظریاتو پرته باید ومنل شي.
له دې ټولو په الهام باید ووایو چې عقیده د بشر هغه احساسات، باورونه، اعتقادات، ډاډ منتیاوې دي چې د بشر پوهه، دلیل، تفکر پکې شامل نه دی او په پوره ډول منل کېږي.
د ښې او بدې عقیدې موضوع هم مهمه ده دا چې عقیده ځینې وخت د جهل پر بنا وي، ځینې وخت د تعصب پربنسټ، دا هم عقیده ده، خو سمه او ښه عقیده نه ده. زموږ مسلمانانو لپاره ښه عقیده دا ده چې د خدای ج په وحدانیت ایمان ولرو، د خدای ج قران او د محمدي سنتو پیروي وکړو.
زموږ په دین کې پس له مرګه ابدي ژوند د عقیدې په ډول شته د قیامت د ورځې یا حساب په ورځ باور لرو دا زموږ عقیده ده په دې اقوالو کې زمونږ ذهني او فکري څېړنه شامله نه ده ولې منلې مو ده.
نظریه د انګلسي ژبې د ایدیالوژي کلیمي مانا ده. آیدیالوژي له آیدیا (Idea) څخه اخیستل شوې چې مانا یې غوره او ښه ده. نظریه فکر، تصور، اند دی.
استاد مطهري وايي نظریه د انسان د استعداد، تفکر پایله ده.
نثار مظلوم بیا نظریه د بشر دفکر، درک او تصور څخه رامنځته کېدونکې بولي.
موږ ویلای شوو چې نظریه د بشر او انسان د فکر محصول دی. نظریه د بشر د تفکر، درک، تصور، استعداد، پوهې، شعور پایله ده چې په ټولنه کې یې د بېلابېلو دینې، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي برخو کې وړاندې کوي.
نظریه لرل یا نظریه ورکول د راټوکېدونکې موضوع، د انسان درک، په ټولنو کې د منل کېدو او نه قبلېدو بڼې بو له بله سره توپیر لري.
نظریه او عقیده دوې بېلې موضوعګانې دي.
عقیده باور، اعتقاد، ډاډمنتیا ده، خو د انسان د فکر او تصور دلیل پکې نشته.
نظریه د انسان یا بشر فکر، سوچ او زیار ایستنه ده.
عقیده د وخت پابنده نه ده، یانې د کومې زمانې او وخت اغېز پرې نشته.
نظریه د وخت، شرایطو، موضوعاتو په توپیر بدلون مومي.
عقیده دایمي ده. نظریه د مهال او غوښتنو سره سمه بدېلدونکې ده.
عقیده اعتقادات او کلک باورنه دي. نظریه د خلکو عکس‌العملونه دي.
وايي عقیده د یوې بنسټیزې او استواره کلا په څېر ده چې څلور واړه دېوالونه یې محکم جوړ شوي دي. له خپل ځای څخه نه خوځېږي. انسان د دې څلور دېوالونو په دننه کې د فکر، تصور سره سمه آبادي کوي. دا چې څومره خونې پکې جوړوي. څنګه یې جوړي، څومره کړکۍ ورکوي، څنګه رنګونه ورکوي دا هرڅه بیا د بشر په تصور پورې اړه لري، په یاده برخه کې خپلواک دي چې دا سمبالتیا څنګه کوي د کور یا قلا څلور دیوالونه د عقیدې مثال ګرځولای شو، چې هر وخت قایم او دایم وي افراط او تفریط نه مني د ننه آبادۍ یې د نظریې مثال لري.
اخځونه

  • مظلوم نثار (ملي هیلې او ملي اړتیاوې)
  • مبارز جنید د عقیدې په اړه نظریات
  • استاد مطهری د عقیدې او تفکر په اړه ځوابیه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.