
لیکنه: صادق طارق
د امریکا یوې محکمې د ټیکنالوژیکو وسایلو یو مشهور شرکت (ایپل) په دې تور چې له کوالکام شرکت نه یې په درېیو برخو کې تخنیکي نوښتونه غلا کړي، په ۳۱ میلیونه ډالره تاوان ورکولو محکوم کړی دی.
د محکمې جزیات
دا قضیه د امریکا په سنډیګو کې یوې محکمې څېړلې.
د دې قضیې د څېړلو کار دوه اونۍ مخکې پیل شوی و، چې تازه پای ته ورسیده.
محکمې اعلان وکړ، چې ایيل کمپنۍ له کوالکوم شرکت څخه پخپلو تولیداتو کې ځینې نوښتونه غلا کړي.
محکمې امر وکړ، چې ایپل باید دغې کمپنۍ ته په تاوان کې ۳۱ میلیونه امریکایي ډالره ورکړي.
د کوالکام ادعاوې
کوالکام کمپنۍ په ۲۰۱۷ کې پر ایپل ادعا وکړه، چې دوی نه یې ځینې نظریات پټ کړي او پخپلو محصولاتو کې ترې ګټه اخلي.
یاد شوي شرکت ادعا کړې، چې ایپل د انټرنیټ له روښانه کیدو سره سمدستي د خپلو محصولاتو د چټک کار کولو اسانتیا له دوی غلا کړې ده.
همدا شان یې تور پورې کړی و، چې ایپل پخپلو محصولاتو کې د ښه ګرافیک استعمال، د محصولاتو د بیټرۍ د چارج زیات دوام او د زیاتو اپلیکشنونو د استعمال اسانتیا له کوالکام شرکت څخه غلا کړي.
د دغه شرکت د ادعا له مخې ایپل پخپلو ایفون ۷ ،۸ او ایکس ټلیفونونو کې له دغو غلاوو ګټه اخیستې.
محکمې د یاد شوي شرکت وړاندې کړي اسناد تایید کړي او ایپل یې ورته په ۳۱ میلیونه ډالره تاوان ورکولو محکوم کړی.
ایپل ته حیثیتي ضربه
د وړاندوینو له مخې ایپل کمپنۍ د ۲۰۱۹ په لومړیو درېیو میاشتو کې ۹۰ میلیارده ډالره عاید لري.
له دې کبله ورکول کیدونکی تاوان دغې کمپنۍ ته په مالي لحاظ کوم خاص ارزښت نه لري، خو د حیثیت له پلوه ورته ملاماتونکی ګوزار دی.
کوالکام شرکت د ټیکنالوژۍ، ارتباطي تجهیزاتو او مخابراتو په برخه کې له ۱۹۸۵ راهیسې فعالیت کوي.
دغه شرکت د ایپل هومره لوی نوم او امکانات نه لري، خو ویل شوي، چې د مفکورو په تولید کې پیاوړی دی.
دا شرکت او ایپل وخت په وخت په ورته ناندریو اوړي او سریې محکمو ته وځي.