اپریل 20, 2021

د مڼې له دې ۱۷ ځانګړتیاوو به نه یاست خبر؛ موږ یې درته وایو 

 
مڼه د ډېرو ویټامینونو لرونکې ده، د ورځې د یوې مڼې خوړل مو داکټر ته له تللو څخه ساتي.
۱ – مڼه یو له د سرطان ضد مېوو څخه ده چې بدن مو له سرطاني سلولو څخه ساتي.
۲ – مڼې د کلسترول ضد دي، یعنې هغه څوک چې په ورځ کې یوه مڼه وخوړي، نو د کلسترول کچه یې منظموي او یا یې هم له منځه وړي.
۳ – مڼه انتي اسید خواص لري. دا انتي اسید د بدن سیستم تقویه کوي، چې د مرضونو پر وړاندې ښه مقاومت وکړای شي.
۴ – له الزایمر څخه مخنیوی کوي. کله چې د مڼې اوبه وڅښو، نو له مغز سره مو مرسته کوي او ازایمر له منځه وړي.
۵ – د دیابت درملنه کوي. هغه ښځې چې د ورځې یوه مڼه خوري، نو ۲۸سلنه لږ په دیابت ناروغۍ اخته کېږي، نسبت هغو ښځو ته چې مڼې نه خوري.
۶ – له کیسهصفرا ډبرې څخه مخنیوی کوي. هغه څوک چې په دې ناروغۍ — چې په چاغو انسانانو کې ډېره ده — اخته وي، نو د مڼې په خوړلو سره رغېدای شي.
۷ – د وزن کمېدل. کله چې مڼه خورو، نو د بدن هغه غوړ مو له منځه وړي او لوږه احساسوو، نو ځکه وزن مو کمېږي.
۸ – د مڼې خوړل د غاښونو په سپینولو کې هم مرسته کوي، او د غاښ ژړېدلو مخنیوی هم کوي.
۹ – مڼه په هضم کې مرسته کوي.
۱۰ – تنفسي ستونزې کموي.
۱۱ – د وینې له دوران سره مرسته کوي.
۱۲ – د وېښتانو په ډېرېدو کې هم مرسته کوي.
۱۳ – مڼه مو هډوکي ټینګوي، ځکه چې د کلسیم ماده لري.
۱۴ – مڼه د درد ضد خاصیت لري.
۱۵ – په شپه کې مو د سترګو دید ښه کوي او پوست ته اوبه رسوي چې تل روښانه وي.
۱۶ – هغه میندې چې امیدواري وي که د امیدواري په دوران کې مڼه وخوړي، نو ماشوم به ډېر صحتمند او ښکلی نړۍ ته راشي.
۱۷ – مڼه د مخ رنګ ښایسته او او باړخوګان سره کوي، د مخ په ځلا کې ښه رول لري.

وروستي مطالب