افغانستان سپورټ کرکټ وزش او تمرین

کرکټ بورډ د افغانستان غوره لیګ لوبې بیا ترسره کوي

 

د کرېک‌بز وېبپاڼې لیکلي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د دویم پړاو ( اې‌پي‌اېل) یا افغانستان پرېمېئر لیګ لپاره لومړنی ګام اخیستی دی.

یادې وېبپاڼې لیکلي، چې افغانستان د لوبو د خپراوي لپاره له ملي راډیو تلویزیون سره لس کلن تړون لاسلیک کړ، چې له ۲۰۲۱ کال څخه به تر ۲۰۳۰ کال پورې د افغانستان لوبې او سفرونه تر پوښښ لاندې راولي.

افغان لوبډلمشر اصغر افغان هم ویلي، چې د اې پي اېل ترسره کول د ځوانو لوبغاړو لپاره د وړتیا ښودلو ښه زمینه ده.

د اې پي اېل لومړی پړاو چې ۲۰۱۸ کې په عربي متحده اماراتو کې ترسره شو، بلخ لوبډلې یې اتلولي د محمدنبي عیسی خېل په لوبډلمشرۍ کې ګټلې وه.

د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، چې له ۲۰۱۸ وروسته یاد لیګ د مالي ستونزو له امله ترسره نشو؛ خو د راتلونکي کال لپاره ورته چمتووالی روان دی.

خو د امریکا غږ د خبریال جعفر هاند او ځېنو نورو راپورونه څخه وروسته معلومه شوه، چې په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان سوداګریز لیګ کې فساد شوی و او ځینې پېسې حیف و میل شوې وې.

د افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۱۸ کې له سنېکسر ورزش کمپنۍ سره تړون لاسلیک کړی و، دا تړون یې په لندن کې کړی و.

د کرکټ بورډ یوې لوړپوړې سرچینې کرېک‌بز ته ویلي، چې دوی د لوبو د نشر لپاره له ملي سپورټ تلویزیون سره لس کلن تړون لاسلیک کړ؛ خو دوی غواړي چې د لوبو د ترتیب لپاره نوی سپانسر ومومي.

لوبډلمشر اصغر افغان وایي، چې د لیګ ترتیبول د ځوانو وړتیاوو لپاره خورا مهم دی، دوی کولای شي چې په داسې لیګونو کې خپلې وړتیاوې وښيي او بیا خپل کرکټ ته ارتقاء ورکړي.

۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کې یاد لیګ ترسره نشو، چې ستر علت یې په ۲۰۱۸ کې لومړي پړاو کې د فساد شتون و.

د کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې هم په دې برخه کې څېړنې کړي او د کرکټ نړیوالې شورا هم له افغانستان څخه غوښتي وو، چې دې برخه کې خپل سپیناوی وکړي.

د لیګ ترسره کولو لپاره قوي سپانسر ډېر مهم وي؛ خو که افغان کرکټ بورډ سږ کال ښه سپانسر ومومي نو کولای شي، چې لیګ په ښه کچه ترسره کړي.

ځکه د پېسو په شتون کې کېدای شي، چې د نړۍ ښه او خطرناک لوبغاړي وپېري او بالاخره ښایسته لوبې وشي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ