سپورټ کورنی کرکټ

افغان غوره لیګ (APL) دا ځل چيري او کله کیږي؟

اعلان

لیکنه: فضل الله فضلي

APL یا د افغانستان کرکیټ غوره لیګ سیالۍ، چي تېر کال په لومړي ځل پیل سوې.

دا افغان لیګ لومړی فصل په عربي متحده اماراتو کي د شپږو لوبډلو ترمنځ ترسره سو.

په یاد لیګ لومړۍ اتلولي د محمدنبي په لوبډلمشرۍ د بلخ لوبډلي د کابل لوبډلي څخه وګټل.

داچي لومړی فصل وو، نو په خورا نړیوال معیار او انداز سره ترسره سو، چي پکښي د نړۍ د مشهورو لوبغاړو ترڅنګ نورو لسګونو نړیوالو لوبغاړو پکښي ګډون وکړ.

اوس ۲۰۱۹ کال دئ او د لیګ به دوهم ځل وي چي ترسره به سي.

په افغان غوره لیګ کي د کندهار نایټس لوبډله پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چي دا ځل به یاد لیګ د هند په افغاني لوبغالو کي ترسره سي.

دوی په انګلیسي لیکنه کي د دهرادون او ګریټر نویډا لوبغاړو نومونه اخیستي دي، خو ولي د فصل د ترسره کېدو نېټه یې نه ده په ذکر کړې.

دا دوه هغه لوبغالي دي، چي افغان کرکیټ بورډ د خپل هیواد د امنیتي ستونزو له کبله له هند څخه اخیستي او د تمریناتو ترڅنګ پکښي په خپل کوربتوب د نړیوالو لوبډلو سره لوبي هم ترسره کوي.

دا چي ۲۰۱۹ کال د کرکیټ کال دئ، نو افغان لوبډله به په نړیوال جام کي مصروفه وي او وروسته به د خپل FTP کرکیټ پلان له مخي د ویسټ انډیز او بنګله دېش هیوادونو سره هم سیالۍ وکړي.

دهرادون لوبغالی، هند

باید ووایو چي د افغان غوره لیګ په راتګ سره کورنی لیګ شپږیزه له بند سره مخ سوی، کرکیټ بورډ په تېر کال کي د ترسره کولو خبري کولې، خو ترسره نسو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې