مارچ 7, 2021

ویرات کولي: انوشکا شرما زه په یو ښه انسان بدل کړم

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ او نامتو لوبغاړي او لوبډلمشر ویراټ کولي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې انوشکا شرما په یو ښه انسان بدل کړی او دی یوازې کولای شي ورڅخه مننه وکړي.
د نړۍ مخکښ توپوهونکی ویرات کولي څو ځلې منلې، چې انوشکا شرما یې په ژوند کې مثبت بدلون راوستلی او انوشکا د ده لپاره یوه نعمت ګرځېدلې ده.

کولي زیاته کړې:

«زه ډېر خوشحاله یم، چې انوشکا مې د ژوند ملګرې ده. زه مخکې یو بسته لوبغاړی وم، خو عملي انسان نه وم. هغه څه چې زما ټول ذهنیت یې بدل کړ او يو ښه انسان یې راڅخه جوړ کړ انوشکا شرما ده.»

ویرات کولي  او د هند د بالیوډ هنرمندي انوشکا شرما په ۲۰۱۷م کې واده وکړ.

۳۱ کلن ویرات کولي د هند کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۸۶ ټیسټ، ۲۴۸ یو ورځنۍ، ۸۲ شل اوریزه او ۱۰۹ بیا فرسټ کلاس لوبې ترسره کړې دي.
هغه په ټیسټ لوبو کې ۷۲۴۰ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۱۸۶۷ منډې، په شل اوریزه لوبو کې یې ۲۷۹۴ منډې او په فرسټ کلاس لوبو کې یې بیا ۸۸۶۲ منډې جوړې کړې دي.
ویرات کولي په نړیوال سطحه یو پېژندل شوی لوبغاړی دی، چې د ښې توپوهنې له امله زیات شمېر مینوال لري.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ