مارچ 2, 2021

د سټریس او فشار ضد؛ د امن یوه غېږه

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
که څه هم تر دې مهاله د سټریس او فشار دقیق لاملونه نه دي په ګوته سوي، خو پر درو لاملونو باندې ډېر تاکید کېږي چي له هغو درو څخه یو هم محیط او محیطي اغېزې دي. څومره چي يو محیط له ناورینونو، ناخوالو او مشکلاتو ډک وي، هغومره به د یاد محیط خلګ سرګردان، لالهانده او تر سټریس او فشار لاندي ژوند کوي. دې حقیقت ته په کتلو سره، څېړونکو تازه وښووله چي د هغو کسانو په غېږو کي نیول چي تاسي ورسره مینه لرئ یا درته ګران وي کولای سي چي تاسي د ژوندانه د ورځنیو فشارونو په وړاندي واکسین کړي.
د هغي څېړني د نتایجو پر آساس چي د کلون کارنګي پوهنتون د انساني علومو کالج د څېړونکو په واسطه سوې وه، د کورنۍ، دوستانو او… غړیو په غېږه کي نیول یو ډول اجتماعي حمایت دئ چي سبب کېږي افراد ډېر کم د سټریس او اضطراب احساس وکړي او ډېر کم مریضان سي.
همدارنګه مریض ته غېږه ورکول هم کولای سي چي د مریضۍ د علایمو په کمېدو کي اغېزناک اوسي. د ارواپوه پروفیسور شلدون کوهن په وینا، په غېږه کي نیول د اجتماعي حمایت ښکاره کولو یو ډول دئ چي د یوې مهرباني او صمیمانه اړیکي لرلو ښکارندویي کوي. د نوموړي په وینا چي په غېږه کي نیول په افرادو کي د سټریس او خپګان کمولو یوه طریقه ده. په یاده څېړنه کي تر ۴۰۰ زیات میانه عمره او د ډېر عمر کسان تر څېړني لاندي نیول سوي ول او د پوښتنپاڼو او مخامخ مرکو له لارې د دوستانو او کورنیو د غړیو سره د اجتماعي ژوند او صمیمانه اړیکو په باره کي پوښتنو ته جوابونه ویلي دي.
له یادي څېړني څخه تر لاسه سوي نتایج ښيي چي اجتماعي حمایت کولای سي چي ستریس کم او په افرادو کي د وایروسي مریضیو او… د رامنځ ته کېدو څخه مخنیوی وکړي او د يوه اجتماعي حمایت په توګه د غېږي ورکول په ۳/۱ مواردو کي ګټور دئ.
 

نن د افغانستان او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کاله پوره شول

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن “دوشنبه” د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سل کلونه پوره او دا سلمه کلیزه به په ګډه ونمانځي. رسنۍ وایي، چې د ترکیې د بهرنیو ... نور ولولئ