ژوند بڼه سپورټ سینما او موسیقي کرکټ کلتور او هنر کورنی ژوند

ویرات کوهلي: موږ خپل ماشوم ته سترګې پر لار یو  

لیکنه: مهر تاج
لیکنه: مهر تاج

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې ټیم کپتان  «ویرات کوهلي» او د ده مېرمن مشهوره د هندي فلمونو ستورې انوشکا شرما خپل ماشوم ته سترګې پر لار دي.

ویرات کولي او انوشکا شرما دغه خوږ خبر د ټولنیزې شبکې د لارې نړۍ ته خپور کړ.

ویرات کوهلي او انوشکا شرما  په  ٢٠١٧م ۱۱ د دسمبر کې ګډ ژوند پیل کړ، چې تقریباً درې کاله یې د خوشاله ګډ ژوند کېږي.

دې مشهورې جوړې پرون خپلو مینه‌والو ته د خپل راتلونکي ماشوم زیری ورکړ، چې پکې یې ویلي، چې انوشکا امیدواره ده او موږ خپل ماشوم ته سترګې پر لار یو.

دغه خوشحاله جوړې، د دې خبر په خپرولو سره یو ځای له خندا ډک یو ګډ انځور هم خپور کړی، چې د خبر خوند او رنګ یې لا زیاد کړی دی.

په یاد  انځور کې انوشکا شرما په تورو جامو کې ښکلې ښکاري، چې تر شا یې ویرات ولاړ او د دواړو په شونډو او زړونو خوشحالۍ انځور ته لا ځلا او ښکلا ورکړې ده. په انځور کې دا موضوع هم روښانه شوې، چې ۳۲ کلنه اداکاره انوشکا حامله ده.

IMG-20200827-WA0033.jpg

دا په داسې حال کې ده، چې په روانه میاشت کې ځینې مینه‌والو ترې په ټولنیزو پاڼو د ماشوم په هکله پوښتلي وو، چې په ځواب کې انوشکا ویلي و:

زه فی الحال نه غواړم چې مور شم یا ماشوم نړۍ ته راوړم، لا ځوانه یم او باید کار وکړم.

د هندوستان مشهور لوبغاړي ویرات کوهلي دا خبر پر ټویټر خپور کړی او له انځور سره یې لیکلي دي:

“د ۲۰۲۱م تر جنورۍ به موږ درې شوي یو

په ورته حال کې انوشکا شرما هم له عین انځور سره ورته خبر له خپله ادرسه شریک کړی دی.

دې دوو مشهورو ستورو ته د نړۍ له هر ګوټه د نېکمرغیو او خوښیو ښکلي ښکلي پیغامونه راروان دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ