مارچ 8, 2021

په امریکا کې د انوشکا شرما پیدا کیدل

Advertisements

د امریکا یوې ځوانې امریکایی سندرغاړي سره د هندوستانۍ سینما د ستورې انوشکا شرما د څهرې مشابهت خلک حیران کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې په کې لیدل کیږي یوه امریکایي سندرغاړې کټ مټ د انوشکا شرما په شکل ده.
د خلکو تر منځ مشهوره ده چې په نړۍ کې د هر کس یو نه یوه همشکله او ورته کس موجود دی او یا له یوه کس څخه زیاد خو دا چې د دې خبرې څومره حقیقت شته دی اندازه یې د انوشکا شرما او د هغې د همشکلي امریکایې سندرغاړې د تصویر څخه کیږي چې څومره سره ورته دي.
په اوس وخت کې ټولنیزه مېډیا هغه څه دي چې ټوله نړۍ سره تړلې او ډېر کله جالب او حیرانوونکي معلومات له ځانه سره لري.
اوس د امریکایي سندرغاړې جولیا مائیکلس او انوشکا شرما د څهرې ورته والي ته هم هغه وخت خلک ځير شول کله چې مېرمن مائیکلس خپل تصویرونه پر انسټاګرام خپاره کړه.

په ټولنیزو رسنیو کې د امریکایي سندرغاړې او انوشکا شرما د مخ د زیات ورته تصویرونو مقایسه د سندرغاړې جولیا د یوه تصویر څخه وشوه، په دغه تصویر کې په لومړي ځل کتو داسې فکر کیږي چې انوشکا شرما خپل ځان په امریکايي سټایل کي جوړ کړی.
د جولیا مائیکلس د تصویرونو له خپرېدو وروسته د ټولنیزې مېډیا کارونکو د انوشکا شرما او جولیا په تصویرونو یوځای کولو او جالبو تبصیرو کول شروع کړل.
ځينو په لومړي ځل سره د مېرمن مائیکلس تصویر ته په لیدو سره فکر کاوه چې انوشکا شرما خپل ځان د کوم فلم د صحني لپاره جوړ کړی چې په کې د امریکايي نجلۍ رول لوبوي.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ