مارچ 2, 2021

انوشکا له سلمان خان سره په فلم کې کار کول رد کړل

د بالیوډ مشهورې فلم ستورې انوشکا شرما هغه رپوټونه رد کړي چې ګومان کېده دا به د هندوستانۍ سېنما له دبنګ خان سلمان خان سره په یوه فلم کې کار وکړي.
داسې ګونګسې وې چې انوشکا شرما د سنجی لیلا بهنسالي په فلم کې یو ځل بیا د سلمان خان سره راښکاره کیږي.
د دوې دواړو مینوالو د دوی یوځل بیا راښکاره کېدو ته سخت منتظر دي خو انوشکا شرما وایې کوم داسې فلم کې یې پام کې نشته چې د سلمان خان سره په کې یو ځای کار وکړي.
هندوستانۍ رسنۍ وایي، هغه اټکلونه ناسم وختل چې فکر کېده د سنجي لیلابهنسالي په فلم کې به یو ځل بیا انوشکا شرما د دبنګ خان سره راښکاره شي.
دغې جوړې سلمان خان او انوشکا شرما وړاندې هم یو ځل سره یوځای په یوه فلم سلطان کې کار کړی وه چې بیا هماغه فلم په بازار کې ښه وچلېد، کامیاب ثابت شو او زیاته ګټه وټه یې وکړه.

د معلوماتو له مخې، داسې خبرونه خپاره شوي وه چې د فلم لارښود سنجی لیلا بهنسالي په خپل راتلوونکي فلم په ډله کې انوشکا شرما هم شامله کړې ده.
خو اوس د فلم د دغې ستورې شرما لخوا د سنجي لیلا بهنسالي په فلم کې کار کول رد کړي او ویلي یې دي چې تر اوسه یې د بهنسالي سره کوم فلم نه دی لاسلیک کړی.
د فلم د دغه ستورې ټیم په دې تړاؤ پر ټویټر خپل واضحت ورکړی او ویلي دي چې انوشکا غواړي چې د سنجي لیلا بهنسالي په فلم کې کار وکړي خو رښتیا دادي چې اوس یې د کوم فلم قرداد نه دی لاسلیک کړی.
له خلکو یې غوښتي چې د داسې بیځایه خبرونو له خپرولو دې ډ ډه وکړي.
د یادولو ده چې د هندۍ سېنما د دبنګ خان سلمان خان او انوشکا شرما دواړو په ۲۰۱۶ کال کې په یوه فلم سلطان کې کار وکړ چې په دغه فلم کې د دواړو فلم لوبغاړو کارکردګي وستایل شوه.
باید وویل شي، انوشکا اوس مهال په ۲۱ د ډسمبر د خپل خپریدونکي فلم زیرو لپاره په اعلاناتو بوخته ده په کوم چې نوموړي د کټرینه کیف او شاه رخ خان سره مرکزي رول ادا کړی دی.

راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ