سینما او موسیقي

هغه کامیاب فلمونه چې انوشکا شرما په کې له کار کولو انکار کړی

د هندي سینما مشهوره او ښکلې فلم ستورې او د هند د کرکټ د لوبډلمشر مېرمن انوشکا شرما د دغه بالیوډ د مخکښه فلم ستورو له ډلې ده، چې په فلمیز ژوند کې یې ډېر کامیاب فلمونو هم شته، خو ځينې داسې فلمونه هم دي چې ترې په انکار کولو به تر عمره پښېمانه وي.

هغه داسې فلمونه دي چې نوموړې په کې له کار کولو لاس په سر شوي خو وروسته کامیاب ثابت شوي دي.

تماشا:

۱.jpg

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ریلیز شوي کامیاب فلم (تماشا) کې رنبیر کپور او ډپیکا پډوکون کار کړی، د دغه جوړې اداکارې به لا تر اوسه هم د فلم مینوالو په ذهنونو کې وي خو په دې خبره ډېر کم خلک خبر دي چې لومړیو کې د دغه فلم لپاره د ډپيکا پرځای انوشکا شرما د مرکزي رول لپاره غوره شوې وه.

د معلوماتو له مخې د فلم لارښود امتیاز علي لومړی وړاندیز په دغه فلم کې د کار کولو لپاره انوشکا ته کړی و خو انوشکا دغه وړاندیز نه و منلی او په دغه فلم کې ورکړل شوی رول یې د ځان لپاره نامناسب بللی و.

2اسټیټس:

۲.jpg

د فلم لوبغاړي ارجن کپور او عالیه بهټ فلم (2اسټیټس) کې هم لومړی وړاندیز انوشکا شرما ته شوی و خو نوموړې ترې انکار کړی، وروسته بیا دغه فلم هم کامیاب ثابت شو.

کی اینډ کا:

۳.jpg

د ښکلي فلم هیروینې کرینه کپور او ارجن کپور فلم (کی اینډ کا) کې لومړی وړاندیز هم انوشکا شرما ته شوی وه خو هغې نه و منلی، دغه فلم پ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ه باکس افس کې په اوسط ډول سره ګټه کړې وه.

بار بار دیکهو:

۴.jpg

د ښکلې او تکړه فلم لوبغاړې کټرینا کیف او سدهارت ملهوترا فلم (بار بار دیکهو) کې د فلم لارښود نتیا مهرا هم لومړۍ خوښه کټرینا نه وه بلکې انوشکا وه، په دغه کامیاب فلم کې یې هم له کار کولو انکار وکړ خو فلم کامیاب و.

تري ایډيئټس:

۵.jpg

دا ځل د داسې یو فلم یادونه هم کوو چې انوشکا شرما یې له یې وړاندیزه انکار نه دی کړی خو په دغه فلم د پرېکړې سره سره بیا هم انوشکا ته موقع ورنکړل شوه.

په دغه فلم کې مرکزي رول کرینه کپور او عامر خان ولوبو، یاد د ۲۰۰۹ کال فلم دی چې ښه کامیاب ثابت شو او ډېر مینوال یې لرل خو کله چې انوشکا له دې خبره شوه نو حیرانه شوه.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی