آنجلینا جولي: د خپلې لور راتلونکې ته اندېښمنه یم!

ژباړه: نسیمه محمدي
مشهوره امریکايۍ فلمي اداکاره «آنجلینا جولي» په امریکا کې د تورپوستو پر وړاندې د توکمیز تاورتریخوالي څخه په اندېښنې وویل، هغه سیسټم چې له ما ساتنه وکړي؛ زما له لور څخه ساتنه ونکړي، د زغم وړ نه دی. دې امریکايي اداکارې او د اُسکار جایزې ګټوونکی، د فلویډ جورج له وژل کېدو وروسته د Harper’s Bazaar سره په مرکه کې د خپلې پنځلس کلنې لور راتلونکې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړې په دې اړه، چې څنګه په امریکا کې توکمپالنې د نوموړې په کورنۍ اغېز کړی، خبرې وکړې، ځکه د هغې پنځلس کلنه لور(زهرا) کله چې شپږ میاشتنۍ وه، له ایتوپیا څخه په سرپرستۍ اخیسته ده. د جولي په وینا، په ټوله نړۍ کې له ۷۰ مېلیونه زیات وګړي د جګړو او تاوتریخوالي له امله ګډوالۍ ته اړ شوي دي، خو په امریکا کې لا هم «توکمپالنه/ تبعیض شته.»
دې پنځه څلوېښت کلنې فلمي ستورې وویل:

“هغه سیسټم چې له ما ساتنه کوي او ممکن زما له لور یا له بلې هرې مېرمن، نارینه او ماشوم څخه زموږ په هېواد کې، د رنګ/ پوستکي پر بنسټ ساتنه ونکړي، د زغم وړ نه دی.”
نوموړې وړاندې وویل:
“ موږ باید د زړه‌ سواندۍ او ښه نیت ښکاره کولو څخه نور وړاندې لاړ شو او هغه قوانینو او سیاستونو ته ورسېږو، چې د توکمپالنې، تبعیض او د سزا څخه د مصوونیت جوړښت ته تغییر ورکړي. د پولیسو بد چلند ته پای ورکول، د کار پیل دی. دا امر له دې ډېر لوړ دی او د ژوند ټول ټولنیز اړخونه، د زده‌کړې بیا تر سیاستي نظام پورې په لمن کې نیسي.”

جولي په خپلو خبرو کې د پولیسو له لوري د فلويډ وژل کېدو، د پولیسو پر حیوانیت، توکمیزو بې عدالتیو او په امریکا کې وروستیو مظاهرو ته اشاره وکړه او ویې ویل معتقده ده، چې خلک په راپورته کېږي.
جولي زیاته کړه:
“ خلک د نابشپړه کارونو څخه ستړي شوي او د زورواکو ناکافي ځوابونو ته په یووالي سره ځواب وایي. اوس هغه وخت رارسېدلی، چې زموږ قوانین او بنسټونه تغییر وکړي، هغوی چې ډېر ځورېدلي او غږونه یې چُپ شوي، ځواب ووایو.”
جولي همدارنګه د کورونا وایروس پر مهال د ګډوالو د ستونزو په اړه هم وغږېده او ویې ویل:« هغوی هره ورځ د توکمپالنې، رنګ او تعصب له وېرې سره ژوند کوي او د کورونا وایروس په څېر دوران او اقتصادي ستونزو سره، د نړۍ تر ټولو ځپل/ رټل شوي خلک دي.»

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب