مارچ 4, 2021

د حیواناتو نړیواله ورځ؛ استانبول د حیوانات لپاره ” جنت“

ژباړه: بشر دروېش
د اکتوبر ۴ مه د حیواناتو نړیواله ورځ وه. سږکال دغه ورځ له دې شعار سره ونمانځل شوه چې: له حیواناتو سره اخیستي سیلفي عکسونه مو شریک کړئ.
د حیواناتو د نړیوالې ورځ هدف دا دی څو دوی هم د ځمکې د خاورینې کرې د مخلوقاتو په توګه له خپلو حقونو برخمن شي.
د نړیوالې ورځې تاریخچه
دا نړیواله ورځ، په لومړي ځل د الماني هاینریش زیمرمن د پام وړ شو. هغه د ۱۹۲۵ د مارچ په ۲۵ مه د برلین ماڼۍ په یوه ورزشي لوبغالي کې چې ټاکل شوې وه تر۵ زرو زیات کسان پکې برخه واخلي، د حیواناتو د نړیوالې ورځې د لمانځلو د پیل پلان درلود.
په دې ورځ، دا مراسم د ځینو ستونزو له کبله ځنډ او مراسم د اکتوبر ۴ ته پاتې شول.
له ۱۹۲۹ راهیسې، د اکتوبر ۴ هرکال د حیواناتو د نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کیږي.
د یاد شوي الماني په هڅو، د ایټالیې د حیواناتو د ساتنې نړیوالې کنګرې په ۱۹۳۱ کې د دغې ورځې د نړیوال کیدو ملاتړ وکړ.
له ۲۰۰۳ راهیسې د برتانیې نیچر واچ بنسټ د دغې ورځې د نمانځنې نړیواله مشري کوي.

استانبول؛ د حیواناتو جنت
د حیواناتو له نړیوالې ورځې سره هم مهاله، د ترکیې استانبول ښار د حیواناتو “جنت” اعلان شوی.
دغه اعلان، د حیواناتو مدافع بنسټونو کړی.
د دوی په وینا، په یاد شوي ښارکې له هرځای څخه ډېر د سړک غاړې بې سرپرسته او مظلومو حیواناتو سره ښه چلند کیږي.
ویل شوي، چې هلته سپي او پیشوګان له انسانانو سره د ګډ ژوند له کبله، اهلي شوي او وحشي طبیعت نه لري.
د شمېرو له مخې، په استانبول کې له ۳۰۰ زرو څخه ډېر سپي او پیشوګان د سړک غاړو ته ژوند کوي.
هلته د انسانانو د ښه مدیریت په وجه، حیوانات خپلو کې هم سوله ییز ژوند لري.
د استانبول استوګن باور لري، چې” له سپیو او پیشوګانو پرته استانبول بې روحه وي’.
استانبول ممکن د نورو دلایلو ترڅنګ، د دغه دلیل له مخې هم په ۲۰۱۰ کې د اروپا فرهنګي پلازمېنه نومول شوې وه. هلته د سړکونو ترڅنګ په کورونو او هوټلونو کې ځانګړي سپي د ښار د ښکلا په هدف ساتل شوي.
استانبول ميشتي اکثره باوري دي، چې د دغو حیواناتو ساتنه او پالنه یي دنده او مکلفیت دی.
د استانبول ښاروالي، د حیواناتو د وژلو او ځورولو پرضد قوانین لري. دغه اداره وخت په وخت له ښاره سپي او پیشوګان ټولوي، بیا یې معالجه کوي څو له ناروغیو، بې نظافتۍ او نورو ستونزو خوندي وي.

وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ