هغه جملې، چې نارینه ډېر زیات غوسه کوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: عطا محمد میاخېل
ښځې په ګډ ژوند کې، په ښځینه سیاستونو سره کولای شي، د ځینو ستونزو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړي، خو مېرمنې د ځینو خبرو په کولو سره، چې د نارینه و، نه خوښېږي او هغوی ډېر زیات غوسه کوي، په خپلو اړیکو کې له شخړې، لانجې او نارامۍ سره لاس و ګرېوان کېږي.
د دې خبرو په اورېدو سره نارینه د لېونتوب تر کچې غوسه کېږي
یو له ښځینه سیاستونو څخه، چې د مېرمنې او خاوند ترمنځ د لا ډېرې مینې د رامنځته کېدو سبب ګرځي، په سمه بڼه له خاوند سره د مېرمنې خبرې کول دي، له دې امله، مېرمنې باید په ځینو حالاتو کې د ځینو خبرو له کولو څخه ډډه وکړي، ترڅو په ګډ ژوند کې یې شخړې او لانجې رامنځته نه شي. آیا پوهېږئ، چې د مېرمنو له خوا په څه وخت، کوم ځای کې او د کوم خبرو کول شخړې او لانجې رامنځته کوي او د نارینه اروایي وضعیت او شخصیت ته زیان رسوي؟ د دې پوښتنې ځواب په لاندې لیکنه کې ترلاسه کړئ.
هغه جملې، چې نارینه یې له اورېدو څخه بېزاره دي
خپله یې کولای شم، مرستې ته اړتیا نه لرم
که تراوسه مو خپل خاوند ته، چې له تاسو سره د مرستې کولو هوډ لري، دا جمله ویلي وي، نوره یې مه تکراروئ، د دې جملې ویل، خاوند ته مو دا احساس ورکوي، چې هغه د کوم کار د ترسره کولو وړتیا نه لري،  ملاتړیز رول له منځه ځي، له دې امله هغه لېونی کوي.
مور مې ویل، چې دا کار ترسره کوې
که تاسو دا خبره وکړئ، نو د خاوند ذهنیت مو ستاسو په اړه بدلون کوي او هغه تاسو ته د داسې یوه فرد په سترګه ګوري، چې د ګډ ژوند ټول خصوصي مسایل یې له نورو سره شریک کړي دي، له دې وروسته، هر هغه څه، چې له نورو څخه یې واوري، ګرم به تاسو وګڼي، دغه راز هغه تاسو داسې یو فرد ګڼي، چې د نورو خبرې ډېر زیات ارزښت ورته لري. که غواړئ، چې د خاوند په ذهنیت کې مو بدلون رامنځته نه شي، د خاوند پرځای مو دا مسئله له خپل لوري بیان کړئ.
ستا له لاسه ډېره ستړې شوې یمه
که غواړئ، چې خپل ګډ ژوند د عاطفي طلاق په لوري مخته یوسئ او خاوند مو د لېونتوب پولې ته ورسوئ، دا جملې، چې ورانونکې اغېزې لري او یوازې د اړیکو د خړ پړېدو او ستاسو ترمنځ د مینې د راکمېدو سبب ګرځي، مه تکراروئ، پرته له دې هېڅکله دا جملې، لکه: نور نو ستا او د ماشومانو له لاسه دې پوزې ته را رسېدلې یمه، کاشکې مې ستا او ستا کورنۍ ته هو نه وای ویلي، له تکراري کارونو څخه ډېره ستړې شوې یمه او دا هغه ژوند نه و، کوم چې ما یې غوښتنه کوله، مه تکراروئ.
د څه په اړه فکر کوي؟
نارینه د مېرمنو پرخلاف، چې ډېر ځیرک دي او خوښېږي یې، چې د خپلې مېرمنې په ټولو احساساتو، لېوالتیاوو، باورونو، ګمانونو او اشارو باندې پوه شي، دا کار یې نه خوښېږي او سکوت تر ډېره هغوی خوشاله او راضي ساتي، نو د استراحت، د مطالعې او یا هم د ټلویزیون د ننداره کولو پرمهال، د بې ځایه او بې تړاوه پوښتنو په پوښتلو سره، افکار یې مه ګډوډوئ، ځکه ستاسو دا کار د هغه د آرامتیا د له منځه وړلو سبب ګرځي او دغه راز هغه ډېر زیات غوسه کوي او هېڅکله به د خپلې پوښتنې ځواب ترلاسه نه کړئ او خپلې غوښتنې ته به ونه رسېږئ.
غوره ده، چې هغه او د استراحت وخت ته یې درنښت وکړئ او کور ته د راتګ پرمهال خپل خاوند ته د استراحت اجازه ورکړئ او خپلې پوښتنې هغه مهال وکړئ، چې له تاسو سره خبرې کوي او د یو بل ترڅنګ له اوسېدو څخه خوند اخلئ.
نارینه واوسه
که تاسو د کنایې یا هم د ژبې د نېښ په وسیله او یا پرته له کومې موخې او غرضه، دا خبره خپل خاوند ته وکړئ او نارینتوب یې تر پوښتنې لاندې راولئ، نو باید په دې باندې پوه شئ، چې هغه مو له ځانه لرې کړی دی، ځکه هېڅ څیز د نارینه و د نارینتوب تر پوښتنې لاندې راوستلو په کچه دردونکی نه دی او د خاوند د نارینتوب لپاره د سنجش او کچې لپاره هېڅ تګلاره شتون نه لري.
تل دا کار کوې
که د خاوند د کوم کار له ترسره کولو څخه اندېښمنه یاست، نو هغه ته مه وایئ، چې ته تل همداسې یې، رښتیني واوسئ او د هر څه له ویلو څخه ډډه وکړئ، ترڅو یو روغ او بریالی ژوند ولرئ. د یوه چلند د بدلون لپاره هڅه وکړئ، چې پړاو په پړاو او د جزئي شیانو په لیدلو او سمولو سره مخته ولاړ شئ، ترڅو د هر څه ویل مو د خاوند اروایي وضعیت خراب نه کړي.
پیسې خلاصې شوې دي
یوه له هغو موضوعاتو څخه، چې د جوړو ترمنځ د بحث او لانجې سبب ګرځي، بې وخته د پیسو د ترلاسه کولو مسئلې مطرح کول دي. د کور د لګښتونو لپاره، له خاوند څخه د پیسو غوښتلو تر ټولو بد وخت، له کور څخه د هغه د وتلو وخت دی، چې پایله یې تر ټولو سخته شخړه ده، له دې امله اړینه ده:
ـــ د کور د لګښتونو د پیسو د ترلاسه کولو لپاره، مناسب او د پام وړ وخت ته پام وکړئ.
ـــ د کورنۍ میاشتني لګښت او خپل ورځنی لګښت محاسبه کړئ.
ـــ په میاشت کې یو ځل روان لګښتونه محاسبه او د کور د لګښتونو د پیسو د ترلاسه کولو وخت مشخص کړئ.
ـــ بېځایه خریدونه پرېږدئ او هغو ته د تفریح په سترګه مه ګورئ.
زما د خورینګې خاوند دا کار نه ترسره کوي
یو له نا مناسبو چلندونو څخه، چې د مېرمنو ترمنځ شتون لري او نارینه ترې کرکه لري، د خپلو خورینګو له خاوندانو سره د خپل خاوند پرتله کول دي، له نورو نارینه و سره په بې دلیله او غیر منطقي توګه د خپل خاوند پرتله کول، د خپل خاوند د اروایي وضعیت له خرابولو څخه پرته بله کومه پایله نه لري، ځکه د بل چا د خاوند د ژوند شرایط، خوی او عادتونه په بشپړه توګه ستاسو د خاوند د ژوند له واقعي شرایطو سره توپیر لري، له دې امله غوره ده، چې له نورو نارینه و سره د خپل خاوند له پرتله کولو څخه لاس واخلئ، ترڅو سوکاله او آرامه ژوند په مخکې ولرئ.
څه وخت غواړې، چې کار ته دې بدلون ورکړې؟
ځینې مېرمنې د له بریده زیاتې تمې په دلیل، تل خپل خاوند ته وایي، چې کار ته دې بدلون ورکوې؟، خو دا ډله مېرمنې باید پوه شي، چې خاوند یې له خپل کار او دندې سره مینه لري، په ټولنیز مقام او خپل کار کې، خپل شخصیت لټوي، نو که تل پټکې وکړئ او خپل خاوند ته ووایئ، چې دنده دې بدله کړه، نو خپل ژوند خرابوئ او دغه راز د خپل خاوند د اروایي وضعیت د خرابېدو سبب به شئ.
ته خپل پلار یا کورنۍ ته ورته یې
هېڅکله دا خبره مه کوئ او که خاوند مو مناسبتونه هېروي یا نا منظمه دی، دا موضوع یوازې او یوازې په هغه پورې تړاو لري او اړتیا نه شته، چې په دې تړاو یې کورنۍ یاده کړئ، که عادلانه قضاوت وکړئ، نو پوهېږئ، چې ستاسو کورنۍ هم ستونزې لري، نو له دې جملې څخه په ګټه اخیستنې سره د خپل خاوند د کورنۍ کمزورو ټکو ته اشاره کوئ، هغه ته سپکاوئ مه کوئ او ذهن یې مه ور خرابوئ.