ژباړه: عطا محمد میاخېل
غوسه یو ډېر بد احساس دی، چې په کاري چاپېریال کې ډېرې زیاتې ورانونکې اغېزې لري، چې کولای شي له دندې څخه د ګوښه کېدو او نور… سبب شي.
غوسه کېدل یو ښه احساس نه دی او په ځانګړې توګه په کاري چاپېریال کې کولای شي، ډېرې زیاتې بدې اغېزې ولري. غوسه نه یوازې د احساساتي تصمیم نیونې او نورو له خطر څخه ډک چلندونو سبب ګرځي، بلکې له افرادو سره ستاسو مثبت تعامل هم له منځه وړي، خو دا واقعیت شتون لري، چې غوسه په ټوله نړۍ کې داسې یو احساس دی، چې ټول انسان تر خپل سیوري لاندې راولي، سره له دې، چې کارپوهانو ویلي دي، غوسه ناک چلندونه په انسانانو کې د وخت په تېرېدو سره کم شوي دي، خو نه شو کولای باور وکړو، داسې یوه ورځ را ورسېږي، چې په خپل ځان کې د غوسې احساس ودروو، له دې امله پوښتنه داده، چې د دې احساس د کنټرول لپاره، تر ټولو غوره تګلاره، چې واقعاً وکولای شي، له موږ او په ځانګړې توګه په کاري چاپېریال کې مرسته وکړي، څه ده؟
غیر کلامي نښې نښانې
د چارلز داروین دا وینا ډېره زیاته مشهوره ده، چې د انسان د احساساتو ماهیت د افرادو ترمنځ دی. یانې احساسات له موږ سره مرسته کوي، چې خپله موخه نورو ته ولېږدوو، په حقیقت کې کولای شئ احساسات د ژبې ځای ناستي په پام کې ونیسئ. حتا نن زموږ ډېری اړیکې د غیر کلامې شبکو له لارې ټینګېږي؛ لکه: د مخ حالتونه، د بدن حرکتونه، شخصي فضا او داسې نور. ښایي بدیهي تر سترګو شي، خو سره له دې، چې تاسو په خپله، په یوه مشخص وخت کې یو مشخص احساس تجربه کوئ، خو احساسات د ځان محوره په پرتله زیات بل محوره دي. په بل عبارت تاسو داسې یو څیز احساسوئ، ترڅو له نورو سره ستاسو اړیکو ته لارښوونه وکړي، د غوسې د احساس په اړه مهم ټکی دا دی، چې فرد غواړي، خپل د جګړې غوښتنې او غچ اخیستنې موخه نورو ته ولېږدوي، ترڅو په راتلونکې کې د هغوی له خوا د زیان رسونې او ځورونې له احتمال څخه مخنیوی وکړي. دا په دې مانا نه ده، چې تاسو باید په خپلو همکارانو باندې برید وکړئ او هغوی ووېروئ، ترڅو هغه ډول، چې غواړئ له تاسو سره چلند وکړي. په حقیقت کې تر کله چې د غوسې احساس نه وي څرګند شوی، ځواکمن دی. تر ټولو غوره کار دا دی، چې هغه په ډېر مهارت او په غیر کلامي توګه پرمخ یوسئ. د بېلګې په توګه اړتیا نه شته، چې په تریو تندي د خپلو همکارانو په وړاندې ودرېږئ، ترڅو هغوی ته ښکاره کړئ، چې اوس یې وخت نه دی، چې ستاسو د مېز په وړاندې ودرېږي او ټوکې وکړي. کله وخت یو آسانه او ساده غبرګون، لکه په غوږ کې د هډفون ایښودل او د وروځو پورته اچول، کولای شي هماغه اغېزه ولري. په هر حال کې که نور وکولای شي، چې وړاند وینه وکړي، د ټولو بدني کارونو په ترسره کولو سره مو موخه څه ده او څه احساس لرئ، نو پرته له ځنډه ځانونه جوړ او تنظیموي. په دې ترتیب مو خپله غوسه په غیر کلامي سیګنالونو سره کنټرول کړې ده او اړیکې مو په سوله ایزه توګه ساتلي دي.
په غوسې سره خپل ټیم پیاوړی کړئ
څه وغواړو څه ونه غواړو، موږ ټول د نورو د وېرولو لپاره د غوسې له وسلې څخه ګټه اخلو، خو دا وسله د ځینو کسانو په پرتله د ځینو نورو لپاره ښه کارونه لري. په کاري چاپېریال کې ځواکمن کسان، په معمول ډول د کمزورو کسانو په پرتله، دا واک او جواز لري، چې خپله غوسه څرګنده کړي، له دې امله، که د نورو په پرتله په کاري چاپېریال کې لوړ مقام لرئ، نو دا وړتیا لرئ، چې د کارونو د اغېزمنتیا او ښه پرمخ بیولو لپاره، په هغوی باندې غوسه وکړئ، په داسې حال کې د کوم چا له امله، چې مقام یې له تاسو څخه لوړ دی غوسه شئ، د بېکاره توب او بې ګټې توب احساس کوئ او ښایي هڅه وکړئ، دا احساس په هغه چا باندې، چې ځواک یې له تاسو څخه کم دی او ګرم هم نه دی، تش کړئ. دا توپیر د پېښې کیلي ده؛ یانې کله چې ستاسو د غوسې سرچینه، له تاسو څخه په لوړ مقام کې ده، نباید خپله غوسه د ټیم په غړو باندې تشه کړئ. البته په ځینو ځایونو کې د غوسې ښکاره کول، د بېلګې په توګه: کله چې یو پېرېدونکی (مشتري) ستاسو له ټیم څخه شکایت کړی دی د مدیر لپاره پیاوړی او اغېزمن میکانیزم دی. په دې ځایونو کې، غوسه تاسو ته د دې شونتیا درکوي، چې په خپل مقام باندې ټینګار وکړئ، نو هغې نظریې ( آیډیا ) ته، کومه چې وړاندې کوئ یې، لا ډېر ځواک او اقتدار ورکوي.
ارواپوهان هم پوهېږي، چې په لوړو دنده ایزو مقامونو کې، غوسه د نا دوستانه چلندونو د لرلو لپاره یوه مهمه اخلاقي توجیه ده؛ یانې هغه کس، چې ځواک لري، خپل ځان د بد چلند حقدار ګڼي، نه ګناهکار.
له دې امله د حیرانتیا وړ خبره نه ده، چې په یوه محدود جوړښت کې، غوسه کولای شي د کړنې لپاره یو ګټور کتلست وي. البته دا شرایط ځان کنټرولۍ او احساسي هوښیارتیا ته ډېره زیاته اړتیا لري. که وکولای شئ د غوسې له محرک او انرژي ورکوونکي ځواک څخه ګټه واخلئ، د هغه وخت په نسبت، چې هڅه کوئ دا احساس وځپئ، نو غوره لاسته راوړنو ته رسېږئ. د کار کیلي داده، چې د غوسې احساس متوازن کړئ، په دې صورت کې د هغه وخت په پرتله، چې ادرینالین خپل اوج ته رسېدلی دی، یا له بل لوري ستړي او آرامه یاست، نو غوره کړنې به ولرئ. دغه راز غوسه له تاسو سره مرسته کوي، چې له خپلو هغو ارزښتونو او انګېزو څخه لا ډېر خبر شئ، کومې چې لرئ یې او د خپلو دنننیو باورونو په سیستم باندې داسې ټینګار وکړئ، چې وکولای شئ پوه شئ، څومره د یوې موضوع غوښتونکي یاست او ولې. برعکس د غوسې احساس او د هغې د سرچینو د له منځه وړلو وړتیا ته رسېدل، د هر ډول لېوالتیا او له لاسته راوړنو سره د مینې د کمښت سبب ګرځي.
له دې امله د حیرانتیا وړ خبره نه ده، چې بریالي استثنایي کسان، لکه: ورزشکاران، هنرمندان او حتا ځینې پوهان، د خپلو تېرو ناکامو کړنو او حتا غوسې په تړاو د ناخوښۍ په شدید احساس سره انګېزه پیدا کوي، دا ډول کسان په یوه ځانګړي دلیل سره، په خوځښت لاس پورې کوي او تل سخت کار کوي، ترڅو یو بدلون رامنځته کړي. د دې موضوع په پام کې نیولو سره، باید دا زده کړو، چې تر ډېره د نورو غوسه وزغمو. موږ ټول په کاري چاپېریال کې، آرام، منطقي او بې غبرګونه همکارانو ته ترجیح ورکوو، خو له هغه ځایه، چې کله وخت اړینه ده، د بې اختیاره چلندونو لپاره، چې د نورو په ګټه دي، قېمت ورکړو، غوره ده، چې د غوسې د مدیریت تعریف پراخ کړو، ترڅو د منفي اغېزو د کمښت سر بېره، هغو ته په اغېزمنه توګه لارښوونه وکړو، نو تاسو نباید په خپلو همکارانو باندې لفظي برید وکړئ، خو په هغو تګلارو سره، چې پورته ترې یادونه وشوه، کولای شئ خپل منفي احساسات، لکه: غوسه او ناهیلي په ګټوره توګه ښکاره کړئ.