راپور: بشر درویش
د افغانستان د کرنې وزارت ویلي؛ د انګورو د فصل په رارسېدو سره د هلمند د کرنې ریاست خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې به سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وی.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي تمه ده، چې سږ کال به د هلمند د انګورو له بڼونو څه باندې ۹۰ زره ټنه حاصلات تر لاسه شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي:
«دامهال په ۶۹۱۰ هکتاره ځمکه کې د انګورو تاکونه او باغونه شته او هڅه کوي چې دا شمېره زیاته شي.»
زلمي الکو وویل، چې له دغو بڼونو څخه به سږکال ۹۰ زره او ۷۵۰ مټریک ټنه انګور تر لاسه شي.
د ښاغلي الکو په خبره په هلمند کې ۱۸ ډوله انګور تولیدیږي او دا چې د هلمند انګور د نورو ولایتونو په پرتله ژر حاصل ته رسیږي، نو په بېلابېلو ولایتونو کي ښه مارکېټ هم لري.
په کیفیت کې ښه والی
یاد وزارت ويلي؛ هلمند کې د انګورو ګڼ شمېر باغونه شته چې د تېرو کلونو سره په لوی توپیر یې د حاصلاتو په کیفیت او زیاتوالي کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی.
د هلمند انګور د یو شمېر ولایتونو لکه زابل ، غزني ، میدان وردګ ، نیمروز او کابل تر څنګ بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان او هند ته هم صادریږي او ښه بازار هم لري.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عصري ممیزخونې هم جوړې شوي دي او د انګورو بڼوال کولای شي، چې په کې په ښه کیفیت سره خپل انګور په ممیزو بدل او بازار ته یې وړاندې کړي.
ادم سمېټ: د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه سرتېرې نه وباسو
Advertisements د امریکا د استازو جرګه کې د وسله وال پوځ د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیټ ویلي داسې نه ښکاري چې امریکا به د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي. سمیټ ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي