هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
ژوند او ژواک

ولې په کور او دفتر کې متفاوته غوسه کوﺉ؟

کله، چې د دوو تنو ترمنځ اړیکې پرې شي، ځان یې قهر او تاوتریخوالی نیسي.

موږ او تاسې ټول په قهر کې یا ښکنځل کوو، یا سترګې سره برګوو، یا که په ټوله کې ووایم بصري او کلامي غبرګون ښیو. ډېر داسې کسان دي، چې ډېر کم قهر کوي، خو ځینې نور له قهر نه د مسکن دارو په څېر ګټه پورته کوي. که تاسې وغواړﺉ، یا نه، ځینې چارې او عمل او غبرګون ددې لامل ګرځي، چې تاسې قهر وکړﺉ.

په دفتر کې ځینې مدیران له قهر نه د خپلو چارو د پرمخ وړلو او مدیریت په برخه کې د یوه میکانیزم په توګه کار اخلي. ځینې کسان هڅه کوي خپله نارامي او د زړه بړاس د قهر په جامه کې وباسي، خو حقیقت دادی، چې قهر د انسان فکر او ذهن مغشوشوي او د یوې ستونزې د اواري ټول ځواک ورنه اخلي.

زه ډېر داسې کسان پېژنم، چې په بهر کې خورا صمیمي دي. د مدیر او رییس ټولې خبرې په دقت اوري او عمل پرې کوي، خو، چې کورته لاړ شي، خپله ټوله غوسه پر مېرمنې سړوي. ډېر ځله، چې له کوره بهر ځوریږي، یا په څه خوا بدی وي، په کور کې په نه خبره جنګ کوي. ماشومان وهي، یا مېرمنې ته رد او بد وايي. ددغسې کسانو د قهر هدف د خپلې مېرمنې توهین نه وي، خو هغوی لکه نشه یان په ښکنځلو او په کور کې په قهر سړولو روږدي دي. ددوی قهر په څو شېبو کې سړیږي او بېرته عادي حالت ته راګرځي. ډېری یې پر ښځو لاس نه اوچتوي، خو ښکنځلې ښې په خوند کوي.

قهر تاسې هرچاته نه شى کولای. په دفتر کې پر هر کارکوونکي قهر ناشونی دی، خو یو عاطفي درناوی تاسې پر بل کس قهرجن کولای شي. د بېلګې په توګه تاسې ددفتر د رییس په توګه کار کوﺉ، پر هغو مدیرانو ډېر قهریږﺉ، چې تاسې یې ځان ته ډېر نږدې ګڼئ. په کور کې پر خور او ورور قهر نه شى کولای، خو پر مېرمن او بچیانو یې کولای شى، ځکه دلته ستاسې د قهر اړخ او لامل سره تړلي دي.

ستاسې ملګری مدیر او مېرمن کېدای شي ستاسې په قهرجنه لهجه هیڅ خپه نه شي، خو که دا ډول پر یوه بل کس قهر کوﺉ، کېدای شي هغه غبرګون او استعفا ته اړ وځي، سخت خپه او زړه یې مات شي. دلته سړی دا ویلای شي، چې پر مېرمنې قهر ډېری له هغې رشتې سرچینه اخلي، چې د مېرمنې او خاوند ترمنځ موجوده ده. خو که تاسې د نورو خلکو پر وړاندې پر خپلې مېرمنې او مدیر او کارکوونکي قهر کوﺉ، دا به د هغې غبرګون را پاروي، یا لږ ترلږه عقدې ورسره پیدا کیږي.

د قهر پر وخت له دوو ښکیلو اړخونو د یوه هغه فرار مهم دی، ځکه ډېری قهر لنډمهالی او عاطفي رېښې لري. زما یادیږي کله، چې به مې پلار وهلم کرار به ورته ودرېدم، هغه به هم ووهلم، خو بل ورور مې تېښته کوله او له وهلو به خلاص و. وروسته مې مور او نیا راته ویل، چې تېښته، زه یې هم په چل وپوهېدم او چې بېرته به کورته راګرځېدم، د پلار قهر به مې سوړ شوی و.

څیړونکو په یوه تازه څیړنه کې دا په ډاګه کړې ده، چې ښکنځلې او قهر او غوسې د یوچا درد را کموي، خو څوک، چې ډېر پکې ډوبیږي، بیا اغیزناک نه تمامیږي. د څیړونکو په وینا، کله، چې انسان ښکنځلې کوي د مغز په ځانګړو برخو کې یې یو ډول کیمیايي مواد ترشح کیږي، چې د مورفین غوندې نشه يي درملو په شان اغیز کوي. خو که څوک ډېر مورفین او نشه يي توکي کاروي د هغه پر وجود اغیز نه کوي، دغسې که قهر او رد اوبد ویل ډېر شي، خپل اغیز له لاسه ورکوي.

کوښښ وکړﺉ له دې نېشې نه ځانونه وژغورﺉ، ځکه داستاسې شخصیت او حیثیت وژني.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */