Advertisements
ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

پر دغو لارو مو غوسه قابو کړئ

  • ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

کېدای شي ډېری وخت به په ځینو وړو خبرو غوسه درځي او په قهر کېږئ به، خو ډاډه یم چې دا کار تاسو پخپله هم ځوروي یا غواړئ دا ډول غوسې مو کنټرول کړئ. غوسه له دننه انسان ته ځینې احساسات پیدا کولی شي، لکه اضطراب، ګوښي توب، د ناتوانۍ یا کمزورۍ حس، د ځان پړ ګڼلو او ځینو نورو حسونو په څېر. غوسه کوم ناطبیعي حس نه دی او نه د کومې ځانګړې ناروغۍ نښه کېدی شي یا نشي کولی هرومرو د یوې ناروغۍ خبرداری ورکړي. یوازې په ځینو شرایطو کې ناعادي غوسې د ناعادي خپګان او ناهیلۍ نښه بلل کېدی شي. ځینې وخت د غوسې پټول او زړه خوړل ځینې خطرونه هم لرلی شي. دا کار په همغه کس کې سختو رواني ستونزو یا حالتونو لامل کېږي چې هېڅ یې تمه نه وي.

که غوسه مو دوامداره ده: خپله غوسه لږ کابو کړئ، کېدی شي دا کړنه په تاسو حانبي حساسیتونو راکم کړي. خو دا غبرګونونه همداسې دوام وکړي او د همغه غوسه ناک کس په کړنو کې ښکاره بدلون ولیدل شي، نو اړتیا پېښېږي چې هم له جسمي او هم اروایي پلوه یې یو ځل روغتیاپال وګوري. کېدی شي د وینې غوړ ولري، فشار ولري یا یې زړه سم فعالیت نه کوي.

د غوسې د کابو کولو لارې:

د عادي یا نامرضي غوسو او د ناعادي یا مرضي غوسو ترمنځ جوت توپیر شته. عادي غوسې په منطق کنټرولېدی شي او ناعادي په احساساتو چې نه مهار کېږي یا سخته وي.  په ناعادي غوسه کې باید ناروغ ته ډاډ ورکړل شي او د غوسې کابو کولو اسانه لارې ور وښودل شي. اسانه لار یې دا ده چې کله مو غوسه راغله او غوښتل مو پر چا ورچیغه کړئ، نو له یوه تر لسو وشمېرئ. ډېری وخت دا یوازینۍ لاره ده.

ژوره ساه واخلئ او اراموونکي انځورونو وګورئ. داسې کتابونه ولولئ چې تاسو ته د غوسې د کنټرول لارې چارې در په ګوته کړي. بیا تاسو کولی شئ په هر حالت کې خپله غوسه باندې برلاسي شئ او کابو یې کړئ. که مو د ژوند ملګرې/ ملګری غوسه ناک انسان و، دواړه د غوسې د کنټرولولو لارې زده او عملي یې کړئ.  هغه غوسې چې عادي نه وي او د اروایي ناروغۍ له امله وي، هغه وخت یوازې له ارواپوه سره دا ستونزه حلولی شئ. سره له دې چې هر انسان د خپل ځان ارواپوه پخپله دی، ځکه پوهېږي چې د غوسې سرچینه مې څه دي او څه یې له مینځه وړی شي.

نوټ: بله لاره یې دا ده چې کله غوسه شوئ او پر پایلو یې خبر وئ، یانې تاسو د انساني او مالي زیان اټکل کړی و، نو سمدستي د الله ج په نوم اذکار پیل او تسبېح وکړئ. یو ګیلاس سړې اوبه وڅښئ، که ناست وئ ودرېږئ، که ولاړ وئ کېنئ. ځینې وخت غوسه ناک انسان سختې مینې ته اړتیا لري، موږ باید پوه شو د هرې غوسې تر شا تندخویه او بداخلاق انسان نه دی پټ. کېدی شي کومه خبره هغه له دنننه خوري او د ویلو وس یې نه لري. ډېری وخت غوسه ناک انسانان ډېر نرم او خوږ زړه لري. باید غوسه ناک انسان ته ډاډګیرنه ورکړل شي او تر یوه حده د غوسې په کابو کولو ورسره مرسته وکړي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: