بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

خپله غوسه په انرژي بدله کړئ

ژباړه: عطا محمد مياخېل

ه چې غوسه ياست, د دې لپاره, چې وکولای شئ د چارو واګي مو له لاسه ونه وځي, بايد وکولای شئ, خپله غوسه په اغېزمنه توګه څرګنده کړئ, بايد وکولای شئ د شکايت او شخصي نيوکې ترمنځ توپير وکړئ.

شکايت د عمل په تړاو يوه موضوع ده, خو شخصي نيوکه خپله شخص تر بريد لاندې راولي, مهمه ده, چې د عمل او ترسره کوونکي تر منځ توپير ومنئ.
کله چې په يو چا باندې نيوکه کوئ, نو هغه ته دفاعي حالت ورکوئ او دې ته زمينه برابروئ, چې هغه هم په تاسو باندې بريد وکړي, په دې توګه په يوه ناسمه او باطله نزولي دوره کې مېشت کېږئ.

که چېرې کوم کس ته ووايئ ” ته ځان محوره يې, ته بې فکره يې, ته لټ يې”  په هغه باندې مو شخصي بريد کړی دی. دا ډول خبرې د مقابل لوري د غوسه کېدو سبب ګرځي.

پر شخص باندې د بريد پر ځای غوره ده, چې په کړنو او چلند يې نيوکه وکړئ, په هغه کار باندې نيوکه وکړئ, کوم چې په نا سمه توګه ترسره شوی دی. تر هر څه مخکې کولای شئ ووايئ: ” ټول لوښي دې ماته پرېښودل, تر څو يې ووينځم. زه له دې څخه ډېره ستړې شوې يمه, چې ټوله ورځ په پخلنځي کې لوښي ووينځم ” او وروسته کولای شئ, ووايئ: ” آيا شونې ده, چې لوښي د ماښامنۍ له خوړلو څخه وروسته ووينځې? ” تاسو خپله غوسه څرګندوئ او وروسته له هغې معقوله غوښتنه کوئ, تر څو بل لوری په خپل چلند باندې بيا کتنه وکړي.

کله چې د چا په کار باندې نيوکه کوئ, نو له لاندې پړاونو څخه پيروي وکړئ:

۱ ـــ پېښې مطرح کړئ.

۲ ـــ خپل احساسات بيان کړئ.

۳ ـــ د يوه آسانه او ساده اقدام غوښتنه وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل