سینما او موسیقي

له طلاق وروسته مورولي؛ انجلینا جولي څنګه د مجردۍ ژوند کوي؟

لیکنه: صادق طارق
اعلان

د هالیووډ سېنما مشهوره لوبغاړې آنجلینا جولي په وروستیو کلونو کې له خپل خاوند څخه جلا شوې او له ماشومانو سره یې یوازې ژوند کوي.

خو جولي له نابشپړ شوي طلاق څخه وروسته د مجردۍ ژوند څنګه تېروي؟

په دې مطلب کې به همدې مسئلې ته کتنه وکړو.

د انجلینا شخصي ژوند

جولي ۶ ماشومان لري، چې ۳ یې خپله زیږولي او ۳ نور یې د فرزندي ماشومانو په توګه منلي.

هغې په ۲۰۱۴ کې واده او په ۲۰۱۶ کې د خپل ژوند ملګري نه د جلا کیدو پریکړه وکړه، خو تراوسه یې د طلاق پړاوونه بشپړ شوي نه دي.

خو دا مشهوره څېره د مجردۍ ژوند څنګه  تېروي؟

د کور څرنګوالی

انجلینا جولي له اولادونو سره په یوه ۶ تخته اپارتمان کې ژوند کوي.

د ژوند ملګري نه تر جلا کیدو وروسته یې لومړی کرایي کور نیولی و، چې ۸۰ زره ډالره میاشتینی کرایه یې ورکوله.

په ۲۰۱۷ کې یې ځانته په ۲۴،۵ میلیونه ډالرو کور واخیست. دا کور د لاس انجلس په لس فلیز سیمه کې موقعیت لري.

دا کور د هالیووډ د كلاسیکې سینما د مشهور فلم جوړونکي سیسیل بی دمیل و او یو وخت یې په یوه څنډه کې مشهور کومیډن چارلي چاپلین هم ژوند کړی.

جولي ویلي، چې دا د لوکس کور لېواله نه ده، خو د کورنۍ د اړتیا له مخې یې دا ځای اخیستی.

کلیشه یي ژوند

انجلینا جولي مني، چې د مجردۍ ژوند ورته سخت دی، خو په وینا یې له ګډ ژوند څخه ورته بیا هم غوره والی لري.

هغې په یوه مرکه کې ژوند یو کلیشه او بې ضرورته تکرار ګڼلی، مګر وایي بیا هم ژوند نه زړه تورې نه ده.

رسنیو ویلي، چې انجلینا جولي اوس هغسې منظم ژوند نه لري لکه پخوا، اولادونه یې هم د پخوا په شان پاک و سوتره نه شي ساتلی.

هغه د ماشومانو له زیاتوالي او شوخیو په  تنګ ده او وایي: سهار چې را پاڅم، ماشومان او ان یې سپی ټول زما په خونه کې را ټول وي.

د کور کارمندان

ویل شوي، چې انجلینا د ماشومانو د پالنې لپاره ۶ خدمتګاران نیولي.

جولي خپل ورور جیمز هاون هم وخت په وخت دې سره د همکارۍ لپاره ور غواړي او د ماشومانو په پالنه کې مرسته ورڅخه اخلي.

سهارنۍ خپله برابروي

انجلینا جولي سهارنۍ خپله برابروي او په دې وخت کې ماشومانو سره یې یو ځای وي.

هغه وایي: غوره اشپزه نه یم، خو د یوې مور په حیث سهارنۍ تیارول را باندې د خپلو ماشومانو حق ښکاري.

د دې په وینا ماشومان یې هم د پخلي د خوند لپاره نه؛ بلکې د دې د مینې ورکولو لپاره په اشپزۍ یې زیات خوشاله وي او سهارنۍ په زیات خوند خوري.

جسمي ستونزې

انجلینا د مجردۍ ژوند له پيل سره ځینې جسمي ستونزې پيدا کړي.

د هغې د وجود ځینې برخې فلج شوي او د وینې فشار هم ور ته پیدا شوی.

هغه څو کاله مخکې د سینې سرطان له خطر سره هم مخ شوې وه، خو ورنه زر وژغورل شوه.

پياوړې مور او ژمنه مېرمنه

انجلینا جولي له دومره ستونزه سره بیا هم پیاوړې مور یاده شوې او ویل شوي، چې د اولادونو د هیلو پوره کولو لپاره پوره خوارۍ کوي.

د دې ترڅنګ یې د ژوند جلا شوي ملګري سره اړیکې ترینګلې نه دي، اوس یې پرضد نه رسنیو کې څه وایي او نه یې اولادونه له لیدو منع کوي.

وخت په وخت له هغه سره ویني، ماشومان ور ولي او دواړه ژمن دي، چې د خپلمنځیو ستونزو باوجود به د اولادونو د هوساینې او ښې روزنې لپاره ګډ کار کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق