خواړه روغه سټه

د کم خونۍ لاملونه او د مخنیوي لارې یې

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

کم خونۍ ته په انګلیسي کې (Anemia) وايي، چې د کمښت له امله ځوانې ښځې، او واړه ماشومان ډېر اغیزمن کېږي.

د راپورونو له مخې په هرو شپږو ښځو کې یوه ښځه د ۸۵ کلنۍ څخه وروسته پدې کم خونۍ اخته کیږي.

۱- د کم خونۍ لاملونه دا دي:
د ويني د کمښت اصل لامل دا دی چې د بدن څخه وینه ضایع شي، یا په وجود کې د سرو حجراتو په تولید کې کمښت راشي، یا هم دا چې په وجود کی د سروحجرو په مصرف کی زیاتوالی راشی، په داسې حالاتو کې بدن له کم خونۍ سره مخ کېږي.

د وینې د کمښت نور سببونه دا دي:
– په بدن کې د اوسپنی کموالی.
– د کلمو اومعدی زخمونه.
– د معدې او کلمو سرطان.
– د وینې سرطان.
– پرازیټ او میکروبونه.
– امینداورۍ او شیدی ورکول.
– د حیض په مرحله کې د وینې ضایع کول.
– د پښتورګي (ګردو) ناروغۍ.
– زیاته وینه ورکونکو خلک ته
– د سږو یا شش ناروغۍ
– د هډوکو ناروغۍ.
– د ایډز ناروغۍ
– عملیات یا جراحي
– او بې کیفیته خواړه خوړل هم د کم خونۍ سبب ګرځي.

۲- د کم خونۍ پر انسان دا اغیزې لري:
ډاکتران وايي چې د ويني په کمښت کې مهم د وینې سره حجری یا سره کرویات دي، چې وظیفه یې د تازه اکسجن او تازه هوا رسول د بدن ټولوبرخو ته ده، همدارنګه په مقابل کې د بدن د غړو څخه ککړه هوا یا کاربن ډای اوکساید راټولول او د سږي (شش) په واسطه د خولې له لارې خارجول دي.

دوی وايي کله چې د سرو حجرو مقدار کم شي د انسان په وجود کې مختلفې نښې نښانې لیدل کیږي چې ځینې یې دا دي:
– سپک سرتاویدل چې د سردرد ورسره وي.
– د حرکت په وخت کې د زړه ضربان یې ډېر وي.
– د پوستکي رنګ یې سپیره او خاکي شي.
– د سترګو په رنګ کې لږ ژیړوالی راځي.
– کله کله سپکه تبه او سستي ورسره وي.
– د نوکانو شکل یې د کاچوغې په شکل شي.
– او بې اشتهايي، چې دا کسان د وینې له کموالي سره مخ دي.

۳ د کم خونۍ مخنیوی داسې وکړئ:
دا یوه منل شوې خبره ده چې وقایه له معالجې غوره ده، نو د کم خونۍ د مخنیوي لپاره دا خواړه وخورئ:

– له پالکو ګټه واخلئ
پالک دویټامن Aڅخه او B په ګډون د مګنیزیم، فولیت، بیتاین آیرون ، کلسیم ، پوتاسیم ، فولیک اسید، کاپر، پروتین، فاسفورس ، زِنک ، سولونیم ، اومیګا۳ ، ویتامین K ، E ، B6 ، C په درلودلو سره د ډیرو ګټورو خوړو له ډلې شمیرل کیږي چې د ګڼو ناروغیو لپاره درمل جوړیدلی شي.

دغه راز پالک د وینې سره کرویات له منځه وړي چې په مټ یې د سرطان د وژونکې ناروغۍ مخه نیولی شئ او تر څنګ یې د دې خوړو په مټ د وینې کولسټرول هم کنترول کړئ.

– هګۍ وخورئ:
د هګۍ په ژېړ کې، چي تر سپینو په کې درې چنده ډېره کالورۍ شته، پنځه ګرامه غوړ او ۲۱۰ ګرامه خوراکي کلسترول موجود دي، همدارنګه ډاکټرانو موندلې چي د هګۍ د خوړلو او د زړه د ناروغۍ تر منځ د پام وړ اړیکه شته، په حقیقت کې د هګۍ دوامداره خوراک د خونریزۍ، مغزي او د زړه د سکتې د ناروغیو په مخنیوي کي مرسته کولی شي.

– له سرې غوښې استفاده وکړئ
سره غوښه د اوسپنې، ويټامینونو او پروټینونو ښه سرچینه ده، چې کولای شي د کم خونۍ په مخنيوي کې مرسته وکړي، خو پام مو وي چې ډير خوارک یې روغتیا ته زیان لري.

– د چرګ غوښه هم مه هیروئ
د چرګ غوښه د پروټينو ترلاسه کولو ښه لار ده، چې د فزیکي پیاوړتیا او بدني جوړښت له پاره ډیر ګټور دي، همدارنګه بدن ته ګواښ رسوونکي مواد له منځه وړي.

– کبان وخورئ
کبان د نور ګټو سربیره د زړه، وینې او د رګونو په درملنه کې خورا مهم رول لوبوي او همدا راز د مغزي سکتې، د زړه حملې او د زړه ضعف په مخنیوي کې هم مهمه ونډه لري.

– دغنمو ډوډۍ وخورئ
د غنمو ډوډۍ، د هغو کسانو لپاره ښه درمل دي کوم چې کمزوري، کم خونه او ښه هضمه نلري.

– وچه میوه مه هیروئ
د کم خونې د مخنیوي لپاره کولای شي چې کشمش یا مميز، وچ زردالو، بادام او پلي هم وخورئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي