مارچ 5, 2021

د انډری رسل ۲۸ توپونه لوبول او ۷۵ منډې کول

یاران سپورټس
انډری رسل به تاسې پېژنئ، چې د یو بې رحمه او هیټر توپ‌وهونکي رول ادا کول یې کرکټ د مینه‌والو زیاته خوښېږي.
د ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلې توپ‌وهونکي د ۲۰۲۰م مارچ په میاشت کې هم خپله بې رحمه توپ‌وهنه نندارې ته وړاندې کړه.
هغه د جمعې پر ورځ د مارچ په ۶مه د سریلانکا خلاف دویمه شل اوریزه لوبه کې او له هغې وړاندې د چهارشنبې پر ورځ د مارچ په ۴مه خطرناکه توپ‌وهنه وکړه.
د رسل توپ‌وهنه او ۷۵ منډې یې
رسل په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې په ۱۴ توپونو ۳۵ منډې وکړې چې په دې لوبه کې هغه ۴ شپږیزې او دوې څلوریزې ووهلې.
په ۱۴ توپونو کې یې ۶ بونډریانې ولوبولې، چې په ۳۵ منډو کې یې ۳۲ منډې په پولو یا بونډریانو لوبولو سره وکړ او درې منډې یې په رننېنګ باندې وکړې.
چې دا د هغه په سترې توپ‌وهنې یا هېټېنګ دلالت کوي.
د جمعې پر ورځ لوبه کې یې په ۱۴ توپونو ۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې شپږ، شپږیزې یې ووهلې.
په ۴۰ منډو کې یې ۳۶ په پولو لوبولو سره وکړې.
په لومړۍ لوبه کې یې سټرایک رېټ یا ګوزار کچ ۲۵۰ و او دویمه لوبه کې یې سټرایک رېټ یا ګوزار کچ ۲۸۵ اعشاریه ۷۱ و.
د رسل د دواړو لوبو توپونه که جمع شي، نو ټول یې ۲۸ توپونه لوبولي، چې ۱۲ یې بونډریانې کړي او  ۱۶ توپونه یې په اوسط ډول منډو یا رنېنګ نومرو لپاره لوبولي دي.
په دویمه لوبه کې رسل د لوبې غوره لوبغاړی هم وپېژندل شو.
ویسټ انډیز په شل اوریزو لوبو کې سریلانکا ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.
نوموړی په آې پي ایل کې له کلکتې لوبډلې سره لوبېږي او منځنۍ برخه کې یې دې لوبډلې ته ډېرې ناشونې لوبې شونې کړي او ګټلي دي.
ستاسو درنو لوستونکو د چا توپ‌وهنه ډېره خوښېږي!؟

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي