په اندونيزيا کې د کرونا پر ډېرو پېښو سربېره هوايي سفرونه پيل شول

خبریال: مدثر دعوت

د اندونيزيا حکومت اعلان وکړ چې سر له نن څخه به هوايي سفرونه پيلېږي.
که څه هم نن په اندونيزيا کې تر بل هر وخت د کرونا ويروس ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې، خو حکومت خپلو کورنيو الوتکو ته اجازه ورکړې چې د سختو مقرراتو په پلي کولو سره به خپل پروازونه پيلوي.
د اندونيزيا د ترانسپورټ وزير بدي کاريا سمادي وايي چې د د الوتنو لپاره يې نوي مقررات وضع کړي دي، د عامې روغتيا وزارت او د کرونا ويروس اړوند قوې ټولې کړنلارې يې د هوايي شرکتونو سره شريکې کړې دي.
سومادي يوې انلاين خبري غونډې ته ويلي:

په دې نوي دور کې د ټرانسپورت مديريت د روغتيا په اړخ پورې اړه لري، موږ هيله لرو چې خلک ګټور خو محفوظ پاتې شي.

ټول مسافر اړ دې چې ماسک واغوندي، فزيکې واټن وساتي او د روغتيا وروستنی سند ولري، چې معلومه شي چې د کرونا ازموينې يې منفي پايله ورکړې.
په اندونيزيا کې د کرونا وېروس له کبله هوايي سفرونه محدود شوې وه، خو په وروستيو اونيو کې بېرته راستنېدونکې مهاجران، کارګران او هغه کسان چې په معافيتې سکتورنو کې کار کوي، لکه روغتيا او امنيت، د الوتنې اجازه يې درلوده.
تېره اونۍ په اندونيزيا کې د کرونا وېروس په خاطر ټولنيز محدوديتونه نرم شوه، په داسې حال کې چې د نړۍ په څلورم ډېر نفوسه هېواد کې لا هم د کرونا وېروس قضيې ثبتيږي.
په اندونيزيا هېواد کې د کرونا ويروس ۳۳۰۷۶ پېښې ثبت شوې چې له امله يې ۱۹۲۳ کسان مړه شوي دي، د سې شنبې پر ورځ د کرونا  ۱۰۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې چې دا تر بل هر وخت لوړ شمېر دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب