د هندوستانۍ سېنما د مشهور خندونکي او ټوکو ټکالو ملامال پخواني فلم (انداز اپنا اپنا) لارښود او فلم جوړونکی په راتلوونکې برخه کې د دوو تکړه فلم ستورو ورون دهون او رنویر سنګ په ټاکنه غور کوي.
دغه فلم له نن څخه کلونه وړاندې د بالیوډ دوو سترو لوبغاړو عامر خان او سلمان خان په مرکزي رول ډک شوی وه.
انداز اپنا اپنا فلم د عامر خان او سلمان خان هغه فلم وه چې دواړو په کې د خپل هنر کمال ښودلی و، له ټوکو او خندا دغه ډک فلم په کال ۱۹۹۴ کې د سېنما پر پردو روښانه شوی و.
تر دغه فلم وروسته بیا دواړو ته په داسې خوندور او جلا فلم کې د جوړه کار کولو موقع په لاس نه وه ورغلې.
مخکې د دغه ښکلي فلم د یوې بلې برخې د جوړولو پرېکړه شوې، خو د حیرانیتا خبره به دا وي چې دا ځل د دغه فلم اوسني ټیم پرېکړه کړې چې دا ځل بیا د عامر خان او سلمان خان جوړه په دې برخه کې کار نه کوي.
رپوټونه وایي چې دا ځل د فلم جوړونکي غوره ګڼلې چې دغه فلم کې به ورون دهون او رنویر سنګ مرکزي رول لپاره ولوبوي.
هندوستانۍ رسنۍ وایي، د فلم جوړونکو د تېر دغه ښکلي فلم (انداز اپنا اپنا) جوړولو ته تیاریانې پيل کړي خو د معلوماتو له مخې یې دا ځل به د دغه فلم کیسه د تېر په پرتله متفاوته وي.
د یادولو ده چې د راج کمار سنتوشي په لارښوونه په ۱۹۹۴ میلادي کې جوړ شوی فلم په خوندونکي شکل(انداز اپنا اپنا) کې د عامر خان او سلمان خان سره یوځای کرشمه کپور او روینه ټنډن هم مرکزي رول لوبولی و.