افغانستان سرسکالو سیاست

صالح: ملت ته ښه، خو دښمنانو ته بد خبرونه لرو

راپور: نسيمه محمدي

امرالله صالح د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال نن شنبه ٦ د جدي د سهار ٦:٣٠ بجو دناستې د جزيياتو په خپرولو سره ويلي:”د ځينو اعلاميو په اړه د ناسم درک او اخذ په اړه يانې د پنجشنبې د ٦٠ جلسې په اړه يې خلک لري، خبرې وکړې. د ٦:٣٠ بجو ناستې به د غوره تمرکز – زياتو امکاناتو او پراخو صلاحيتونو سره دوام کوي.”

نوموړي زياته کړه:

“خو د تېرو دوو مياشتو په څېر به د خپلو پرېکړو او فيصلو جزيياتو په اړه خبرې ونه کړو. زموږ تمرکز به هېوادوالو ته د داخلي لاسته راونو پر ارزونې او د باور وړ پايلو وړاندې کول وي. سبا به هم ٦٢مه ناسته ترسره شي. که غواړٸ، چې د اجنډا او بحث په ټاکلو کې برخه واخلٸ، نو نظر ورکړٸ. د ټولو هغو کسانو سره چې نظر ورکوي سيسټم اړيکه نيسي.”

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال زياته کړې:

” دا جګړه د افغانستان د مادي او معنوي شتو پر ضد په لاره اچول شوې ده. امنيتي ځواکونه په کرښه کې دي، خو ستاسې فرد فرد ګډون د وضعيت په بدلولو کې مرسته کوي. د خپلو ارزونو نامحرمې برخې به ژر د ملت سره شريکې کړو. تر اوسه بشپړې نه دي ډاډه اوسٸ چې ملت ته ښه او دښمن ته بد خبرونه په لاره کې دي.”

د يادولو وړ ده چې ښاغلي صالح د پنجشنبې په ورځ ويلي وو:

” له نن وروسته د ٦:٣٠ بجو د جلسو د اعلاميو خپرول د څه وخت لپاره ځنډېږي خو ناستې به دوام لري. تمه ده د پوليسو له بنسټ، د کابل د ملي امنيت رياست، د کابل ښاروالۍ، څارنوالۍ، د سختو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې او د ارزونې په نورو برخو کې د ارزونې په موخه لږ ګډون د پوره حوصلې او صميميت سره د دوو مياشتو پرله پسې کار سره ترسره کوو. له شک پرته چې پټې او ښکاره کمي په جوړښت، ځواک، کړنلارې او وسايلو کې شتون لري.”

په ورته وخت کې رحمت الله نبيل د ملي امنيت پخواني رييس، د هدفي وژنو او ناامنيو زياتېدلو په اړه وايي، چې موږ اوسمهال د اروايي او سياسي ماتې په برزخ کې ژوند کوو. که چېرې سياسي ماتې قطعي شي، په خطرناک حالت کې به اوسو.

د يادونې وړ ده چې دوه مياشتې وړاندې په کابل ولايت کې د جنايي جرمونو او ناامنيو په زياتېدلو; ولسمشر غني، د پلازمينې د امنيت ټينګښت مسووليت ښاغلي ته وسپاره. خو بياهم د هېواد په تېره بيا د کابل ولايت امنيت په بد حالت کې دى.

ښاغلي صالح وړاندې تر دې هره ورځ د شپږ نيمو بجو ناستو جزييات له خلکو سره شريکول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ