افغانستان ټولنیز ژوند ژوند بڼه سرسکالو سیاست

امرالله صالح: په کابل کې د مجرمینو لیست له وړاندې چمتو شوی

راپور: نسیمه محمدي

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، چې مستقیاً یې د کابل امنیت په غاړه اخیستی او پر غلو، لار شکوونکو او د دوی پر ملاتړو کوونکو کړیو به، هېڅ ډول زړه سوی ونه کړي.

د راپورونو پر اساس، په داسې حال کې چې هره ورځ د کابل ښار امنیت خرابېږي، لومړي مرستیال ویلي چې د سپټمبر د ۱۷مې څخه د کابل امنیتي مسایلو ته رسېدنه په مستقیم ډول په خپله غاړه اخلي.

ښاغلي صالح تېر ماښام د تلې ۲۵م په خپله فېسبوک پاڼه ولیکل:

د جلالتمآب محمد اشرف غني د هدایت سره سم، د تلې د ۲۶مې څخه، د کابل امنیتي چارو سمبالښت د څو اونیو لپاره په غاړه اخلم. زه د امنیت او د قانون د تطبیق لپاره، د جنایتکارانو لپاره په خپل قاموس کې د مصلحت او زړه سوي په نامه څه نه لرم.

نوموړي ویلي چې ورسره جوښت به د تېر په څېر خپلو دندو او مسوولیتونو ته هم دوام ورکړي. د امنیتي میثاق تطبیق به د کړنلارې یوه برخه وي.

لومړي مرستیال یادونه کړې:

کابل سره لکه د خپل لاس ورغوی بلد یم. نورې دندې او مسوولیتونه به د پخوا په څېر تر سره شي. تاسې ډاډه اوسئ. د غلو، کوڅه ډبو، خلک ځوروونکو، باج اخیستونکو، قانون ماتوونکو، د عامه خلکو د املاک غاصبینو او مجرمینو لېست د څار لاندې لري او په ښکاره قانون خوښونکي زورواکي او نور ټول له وړاندې ترتیب شوي دي.

صالح له خلکو هم غوښتنه کړې چې د امنیتي ځواکونو سره په ډاډ همکاري وکړي او له هر طریقه چې کولای شي، اطلاعات او امنیتي مسایل دویم معاونیت ته ورسوي. نوموړی وايي، له وړاندې یې په کابل کې د مجرمینو لیست جوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل کې جنايي پېښې زیاتې او عام خلک یې اندېښمن کړي دي.

سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونو ته د غلو د ويشتلو امر کړي؛ خو بیا هم لیدل کېږي چې په کابل کې جنايي جرمونه نه دي کم شوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ