ځوانان او زده کړې ساینس او ټیکنالوژي سرسکالو سیاست نړۍ

مایکرو سافت: د چین، ایران او روسیې هکران د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه کوي

راپور: نسیمه محمدي

مایکروسافټ ویلي، چې بهرني هېوادونو یو ځل بیا د امریکا د ۲۰۲۰م ټاکنې، د لاسوهنې په خاطر موخه ګرځولي.

دا شرکت وايي چې د روسیې، چین او ایران بریدونو لاسوندي لیدل شوي دي.

دغه ډلو د ټرامپ او بایډن په ټاکنیزو ځایونو برید کړی.

د مایکروسافت وبلاګ کې د خپرې شوې سرمقالې په اساس، د استرونتیوم په نامه روسۍ ډلې، له ۲۰۰ زیاتو سازمانونو، له دې جملې په سیاسي برخو، حقوقي ډلو، سیاسي ګوندونو او سلاکارانو، برید کړی دی.

استرونیوم چې د «فنسي بر» په نامه هم پېژندل کېږي، د رابرټ مولر د راپور پر اساس د ۲۰۱۶م د ټاکنو مداخله کوونکی پېژندل شوی، او په لومړیو کې پر ملي کنګرې او دموکراټ ګوند د بریدونو مسووله وه.

د مایکروسافت په وینا، دغې ډلې د وګړو ورودي فعلونه راغونډ کړي او هڅه کوي، چې د معلوماتو لاسته‌راوړلو لپاره، حسابونو کې لاسوهنه وکړي.

مایکروسافت وايي، چې دغه شرکت،”د ۲۰۱۶م ټاکنو راهیسې خپلو تاکتیکونو ته ښه‌والی بښلی، چې پرمختللې او نوې ټکنالوژيکه وسایل، د بريد لپاره وکاروي.”

د دغه ټېکنالوژۍ مشرانو همدارنګه ویلي دي، چې څو میاشتو راهیسې برېدونه څاري، خو اوس مهال کولای شي هغه فعالیتونه”په ډاډ سره” استرونیوم ته ولېږي.

زيرکونیوم هم د چینایي سرچینې سره یو برېدګر عملیات دي، ځینې لوړ پوړي چارواکي، له دې ډلې هغه کسان چې د ډېموکراټ ګوند څخه د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ته کاندید جوبایډن لپاره کار کوي او همدارنګه، “د نړیوالو اړیکو په برخه کې پېژندل شوي رهبران” په نښه کړي دي.

دغه ډلو په بریا سره د جوبایډن د ټیم کسانو او همدارنګه” یو پېژندل شوی شخص چې پخوا یې د ټرامپ د دولت سره کار کاوه” په نښه کړي دي.

نو، د مایکروسافت په وینا، دغه شرکت د ۲۰۲۰م د مارچ – سپټمبر میاشتو کې په زرګونه بريدونه تر سره کړي دي.

بريد کوونکي خپل بریدونه د URL له لارې ترتیبوي، چې د ایمېل/ پیغام له لارې او د پټو کودونو په ګټنې یې لېږي او چې څېړنه کوي، کاروونکو د هکرانو له لوري کنټرولېدونکې وسیلې د فعالېدو هڅه کړې که نه. د دې کتنې موخه دا ده، چې واضح شي حساب فعال دی که غېرفعال.

د ایران څخه د فسفروس په نامه یوې ډلې، د ډونالډ ټرامپ پورې مربوطو وګړو، د حسابونو د هک کولو هڅو ته دوام ورکړی دی.

فسفروس د هغو وګړو شخصي حسابونو ته د لاسرسي هڅه کړې، چې د امریکا په ټاکنیزه برخه کې فعالیت لري.

د ۲۰۲۰م د مۍ او جون میاشتو کې، دغه شرکت د ډونالډ ټرامپ اړوند او د کارکوونکو حسابونو ته د رسېدلو لپاره نا بریالۍ هڅې درلودې.

د راپور دغه پوښتنې په ځواب کې، چین او روسیې د امریکا د ۲۰۲۰م ټاکنو کې د هر ډول لاسوهنې ادعا رد کړې ده.

د بي.بي.سي خبري شبکې په وینا، ډمېټرې پسکوف، د روسيې د ولسمشر ولادېمیر پوتین ویاند، وویل چې روسیې هېڅکله د نورو هېوادونو په ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه نه ده کړې.

ژائو لیجیان، د چین د بهرنیو چارو زارت ویاند وویل، چې مایکروسافت ” پر چین بې اساسه تورونه لګوي.”

د ایران د بهرنیو چارو وزارت، یوه ویاند هم دا راپور رد کړی او هغه یې” نه منونکي او مبهم” بنسټ یاد کړ.

د سي.ان.ان د راپور په حواله، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سعید خطاب زاده وویل:

“د امریکا متحده ایالات د لسیزو راهیسې د نورو هېوادونو لکه ایران په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.
امریکا د نورو هېوادونو په وړاندې د جعلي خبرونو خپرولو مخکښه ده. نو امریکا داسې موقف کې نه ده، چې دا ډول یوه ادعا دې ولري.”

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ