سرسکالو سیاست نړۍ

د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو لپاره «وختي رایه ورکول» په څلورو ایالتونو کې پیل کېږي

لیکنه: مهر تاج

د نومبر په ۳ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره «وختي رایه ورکول» په متحده ایالاتو کې پیل شوي.

د وختي رای ورکولو پروسه د متحده ایالاتو په څلورو ایالتونو ویرجینیا، مینیسوټا، جنوبي ډکوټا او وومینګ کې د نومبر په ۳ د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره پیل شوي، چې لوی شمیر رایي ورکونکو خپلې رایي وکارولي.

په ټولو څلورو ایالتونو کې د خلکو اوږده قطارونه لیدل شوي، چې په ماسکونو بندیز د ټولنیز واټن سره هم پاملرنه کېږي.

د ولسمشرۍ لپاره اوسني جمهوري غوښتونکی کاندید ډونالډ ټرمپ دی، په داسې حال کې چې د هغه مخالف جو بایډن دی، چې د دیموکراتانو لخوا د ولسمشرۍ لپاره نومول شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره رایه ورکول به د نومبر په ۳نیټه ترسره شي، که څه هم د تېرو ټاکنو په څېر، دا ځل هم د خلکو د اسانتیا او د ټاکنو په پروسه کې د اختلالاتو مخنیوي لپاره د  وختي رایې ورکولو سهولت چمتو شوی، له دې اسانتیا څخه د ګټې اخیستنې لپاره په بېلابېلو ایالتونو، لکه ویرجینیا کې جلا مهالویش ټاکل شوي، چیرې چې د ټاکنو څخه درې ورځې دمخه به د نومبر په ۳، رایه ورکول کېږي.

وختي رایه ورکول داسې خلکو ته په اسانۍ د رایې ورکولو پوره زمینه یا فرصت برابروي، چې نشي کولی د ټاکنو په ورځ رایه ورکړي یا غواړي، چې د اوږدو لیکو (کتار) څخه مخنیوی وکړي یا ځان ساتي، کوم چې د کورونا وایرس وضعیت له امله یې اهمیت ډېر شوی.

images (2).jpeg

دا هم د یادونې وړ ده، چې متحده ایالات د کورونا وایروس سره نړۍ کې تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد دی، له همدې امله پرېکړه شوې، چې د ۲۰۲۰ ولسمشرۍ ټاکنو کې د پوسټ لخوا رایه ورکړي، که څه هم د متحده ایالاتو برحاله ولسمشر او جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ یې سخت مخالفت کړی او دۀ حتا ویلي، چې په دې پروسه کې د درغلیو خطر شته، نو باید ټاکنې وځنډول شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ