مارچ 4, 2021

په امریکا کي له تاوتریخوالي ډک لاریونونه + انځورونه

خبریال: فضل الله فضلي
د تېري اونۍ د دوشنبې پر ورځ د امریکا په میناسوتا ایالت کي د میناپولیس په سیمه کي سپین پوستو پولیسو یو تور پوستی په داسې مهال کي ووژئ، چي پر غاړه یې ګونډه ور ایښې وه او تور پوستې نارې وهلې چي هیڅ ساه نسي اخیستلای.

نوموړي پولیس ۹ دقیقې پر تور پوستي ګونډه ايښې وه او وې وژئ.
د ۴۶ کلن جورج فلویډ تر وژلو وروسته د امریکا په ډېرو لویو ښارونو کي پراخ لاریونونه پیل سول.

د لاریون کوونکو غوښتنه ده، چي د تور پوستو پر وړاندي توکم پالنه دي ختم سي او د جورج فلویډ وژونکي پولیس دي محکمې ته کش کړل سي.

د فلویډ وژونکی یو پولیس له دندې لیرې سوی، خو پاتي درې لا په دنده کي پاته دي.
له تېرو څو ورځو راهسي لاریونونه په تاتریخوالي بدل سوي او په لویو ښارونه کي ډېرو ځایونو او مالونو ته اورونه اچول سوي دي، چي نیویارک ښار د حکومت له لاسونو وتلئ هم دئ.

په ځنو سیمو کي د امریکا پوځیان راوتلي ترڅو لاریونونه کنټرول کړي او په ډېرو سیمو کي پولیسو ربړي مرمۍ او اوښکي بهوونکي ګازونه کارولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا تور لګولی، چي دا لاریونونه سخت دریځو خلګو لخوا ترسره کیږي او تاوان به یې ډېر وي.
نوموړي تراوسه هم د وژونکو پولیسو په تړاو څه نه دي ویلي او پر ځای یې د امریکا د ایالتي چارواکو څخه غوښتي چي احتجاجیان وځپي.
بلخوا ددې هیواد مخکني ولسمشر بارک اوباما ویلي چي په امریکا کي حکومت ددا مسایلو پر وړاندي کوم اقدام نه کوي.

په امریکا کي د فلویډ د وژلو په غبرګون کي د تاوتریخوالي څخه ډک لاریونونه په داسي مهال کي روان دي، چي دا هیواد تر نورو ټولو هیوادونو د کرونا ویروس سخت ځپلی او لاهم هره ورځ تر ۲۰ زرو پوري پېښي پکښي ثبتیږي.
ددې ویروس له امله تر ۵۰ مېلیونه ډېر امریکایان بې کاره سوي هم دي.
د امریکا د سرشمېرنې دفتر، د قضايي احصايې دفتر د معلوماتو له مخي چي په امریکا کي لاهم د توکمپالني زیاتي نښي سته او تور پوستي تر سپین پوستو ډېره سزا ویني.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فوټبال؛ د نړۍ نامتو لوبغاړي رونالډو یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب نامتو لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی شو، چې د فوټبال په ۱۲ پرلپسې پړاونو کې شل ګولوهني ترسره ... نور ولولئ