سپورټ کرکټ مخکښان

عمران طاهر: ما چې لوبه کوله، نورو لوبغاړو به راته اوبه راوړلې

د افریقا کرکټ لوبډلې لېګ برېک بالر عمران طاهر چې له چینای سوپرکېنګز لوبډلې سره لوبېږي، تر دې دمه د ۲۰۲۰ په روان لیګ کې هیڅ نه دی لوبېدلی او یواځې لوبغاړو ته اوبه مېدان ته ور وړي.

د عمران طاهر دا چاره اوس په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ ډېری بهرنیو مینوالو رااخیستې او په دې اړه یې لیکلي، چې د ۲۰۱۹ د آی پي اېل تر ټولو غوره توپ اچوونکی او د زیاتو وېکټو اخېستلو کې تر ټولو ښه بالر و.

د کرکټ ډېری مینوالو ویلي چې عمران طاهر ایله د همدې لپاره دې، چې لوبغالي ته یواځې اوبه وړي او لوبو کې دې نه لوبول کېږي.

عمران طاهر یې په ځواب کې لیکلي:

خیر، مخکې چې ما لوبه کوله؛ نو نورو لوبغاړو ماته اوبه راوړلې او دا چې اوس نور لوبغاړي لوبه کوي، زه خپلو ملګرو ته اوبه وړم.

د عمران طاهر مطلب له دې دا دی، چې زه په دې خبره ځانته شرم نه ودروم او دا یو خدمت او افتخار بولم.

عمران طاهر هغه بالر دی، چې په سپېن بالېنګ کې ډېره تجربه لري او تېر دولسم پړاو آی پي اېل کې یې د ۲۶ وېکټو په اخېستلو سره د ټول آی پي اېل د زیاتو وېکټو اخېستونکي توپ اچوونکي جایزه ترلاسه کړې وه.

عمران طاهر

۴۱ کاله عمر لري، په ۱۹۷۹ کال د پاکستان په لاهور ښارکې زېږېدلی، په ۲۰۱۱ کال کې د سویلي افریقا لوبډله کې شامل شو او لا هم د خپلې لوبډلې سره لوبېږي.

شل ټېسټ لوبو کې یې ۵۷ وېکټې اخیستي، ۱۰۷ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۷۳ وېکټې ترلاسه کړي او ۳۸ شل اوریزو لوبو کې یې ۶۳ وېکټې ترلاسه کړي دي.

د آی پي اېل کېرییر

۵۵ لوبې یې کړي، چې په دې لوبو کې یې ۷۹ وېکټې اخیستي دي.

۲۰۱۴ کال کې آی پي اېل ته راغلی او تر دې دمه له چینای لوبډلې سره لوبېږي.

یوه لوبه کې یې په ۱۲ منډو ورکولو سره ۴ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.

په ۲۰۱۹ کې د ده غوره  توپ اچونه وه، چې چینای لوبډله یې تر پایلوبې ورسوله او پایلوبه کې یې په کم توپیر له ممبيي لوبډلې ماته وخوړه.

121528222_3986889911341700_4089920200233168058_o.png

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ