د راشدخان په ګډون غوره بالران او د وېکټو چټکتیا یې

په کرکټ کې لوبغاړي په ډول ډول وړتیاوو مشهور وي او یا هم مشهورېږي، چې ځینې یې په وېکټو اخیستلو کې، ځینې په یارکرو توپونو غورځولو کې، ځینې په سپین بالېنګ، ځینې لوبغاړي په ډګرساتنه کې، ځینې په کېچ اخیستلو کې او ځینې بیا په توپ‌وهنه کې مشهور وي.
دلته هغه بالران درپېژنو چې ژر یې د وېکټو وهلو پنځوسیزه وهلې او پنځوس وېکټې یې پوره کړي دي.
ارجېنتا مېنډس
ارجېنتاس مېنډس د سریلانکا سپین بالر و، چې ده په ۲۶ شل اوریزو لوبو کې د وېکټو نیمه سلیزه وهلې او تر نورو مخکښ دی.
عمران طاهر
د سویلي افریقا لېګ برېک ښي لاسی توپ اچوونکی دی، هغه په ۵۸ یو ورځنیو لوبو کې سل وېکټې اخیستي، که په دوو برخو ووېشل شي، نو ۲۹ لوبو کې یې د وېکټو نیمه سلیزه پوره کړې ده.
راشدخان
افغان ګوګلي بالر دی، چې په خپل شل کلن عمر کې یې د وېکټو سلیزه ووهله.
راشدخان په ۶۰ شاوخوا یو ورځنیو کرکټ لوبو کې د وېکټو سلیزه وهلې وه او د ځوانو لوبغاړو په منځ کې یوازینی لوبغاړی دی، چې دا ریکارډ یې جوړ کړی دی.
ډیل سټین
ډیل سټین هم د ۷۰ لوبو په اوږدو کې د وېکټو سلیزه وهلې وه، چې د کرکټ لوبغاړو په منځ کې یې د لسو غوره توپ اچوونکو په قطار کې نوم ثبت کړی دی.
۴۷ شل اوریزو لوبو کې یې ۶۴ وېکټې اخیستې دي.
پاکستانی عمر ګل
د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې چټک بالر عمر هم د هغو بالرانو له ډلې ده، چې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹م نړیوالو جامونو کې ښه وځلېد او همدا مهال د وېکټو چټکه نیمه سلیزه پوره کړې وه.
ده ۶۰ شل اوریزو لوبو کې ۸۵ وېکټې ترلاسه کړي دي.
پاکستانی سعید اجمل
سعید اجمل د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې سپین بالر و، چې د نړۍ له غوره بالرانو څخه بلل کېده، ده د پاکستان بالرانو په قطار کې هغه لوبغاړی دی، چې ژر یې پنځوس وېکټې پوره کړي دي.
نوموړي په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲م کلونو کې چې د کرکټ یې کم وخت کېده پنځوس وېکټې یې پوره کړي.
۶۴ شل اوریزو لوبو کې یې ۸۵ وېکټې ترلاسه کړي دي.
ګرېئم سوان
ګرېم سوان د انګلستان سپین بالر و، چې توپ اچونه کې یې ډېره وړتیا لرله، ده په ۶۰ ټېسټ لوبو کې ۲۵۵ وېکټې اخیستې وې او په ۳۹ شل اوریزو لوبو کې یې ۵۱ وېکټې ترلاسه کړې وې.
۳۹ شل اوریزو لوبو کې یې ۵۱ وېکټې اخیستې دي.
سمیول بدري
سمیوال بدري د ویسټ انډیز لېګ برېک بالر دی، چې په ۲۸ لوبو شل اوریزو لوبو کې یې ۲۸ وېکټې اخیستې وې او بیا تر ۴۰ مې لوبې پنځوس وېکټې پوره کړې.
ده په ۵۲ شل اوریزو لوبو کې ۵۶ وېکټې اخستې دي.
شاهد افریدي
شاهد افریدي په ۹۹ شل اوریزو لوبو کې ۹۸ وېکټې اخیستې دي او لومړیو کې تر ۵۰ وېکټو اخېستلو پړاو کې ژر پنځوس وېکټې اخیستې وې او د لسو غوره بالرانو په قطار کې راځي.
ریوي چندرن اشوېن
اشوېن په ۴۲ شل اوریزو لوبوکې ۵۱ وېکټې اخستې دي او د لسو غوره توپ اچوونکو په قطار کې راځي.
افریقایي لونګي اېن ګېډي
افریقایي لونګي اېن ګېډي په ۲۶ یو ورځنیو لوبو کې ۵۳ وېکټې ثبت کړې او د افریقا لپاره تر ټولو غوره بالر شو، چې ژر پنځوس وېکټې پوره کوي.
هغه د چهارشنبې په ماخستن د اسټرالیا ۶ لوبغاړي وسوځول.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي