هاشم امله: رمضان زما لپاره ښکلې او بهترینه میاشت ده

لیکنه: بهار سمسور
۳۶ کلن ښی لاسی مسلمان اوپنر (پیلیز) توپ وهونکی هاشم امله د انګلستان په ښایسته او عیاشو ښارونو کې، خو د کریکټ پر شنه او سرسبز لوبغالو پرته له دې چې اوبه وڅښي،ناشته وکړي یا ډوډۍ وخوري؛لوبه کوي او ځلیږي.
دا رښتیا ده چې ورزش (کریکټ)په انرژۍ کیږي خو دې مسلمان لوبغاړي تر نړیوال جام مخکې په دوه تمریني لوبو کې دوه نیمه سلیزې جوړې کړې.
هغه د رسنیو دا پوښتنه چې روژه او کریکټ؟
داسې ځواب کړه:

«دا میاشت د کال تر ټولو ښکلې میاشت ده،روژه زما لپاره یوه بهترینه میاشت ده؛زه په دې میاشت کې په ذهني لحاظ او هم په جسمي لحاظ پوره ارام او با انرژۍ وم، دغې مبارکې میاشتې ته زه په بې صبرۍ انتظار کوم او په پوره ډول ورته اماده وم.»

د دغه کلک مسلمان لوبغاړي افریقایۍ کریکټ لوبډلې ته راتګ له ځینو کړاونو هم تېرشو؛ داسې چې په لومړیو کې د نوموړي په زیات عمر نیوکې کیدې، خلکو ویل هغه له عمره زیات دی او د ده پر ځای بل لوبغاړی باید راشي.
کله چې ملي لوبډلې ته انتخاب شو؛ بیا له یو بل بړاو هم تېریده،د بیرو او الکولو یوې غټې کمپنۍ چې د افریقا لوبډله یې سپانسر کړې ده د لوبغاړو بر لباس د خپلې کمپنۍ لوګو (نشان) لګولی و؛ چې املا نه غوښتل د ده پر لباس (شېټ) کمیس دې د هغه څه نشان وي کوم چې د ده پاک دین اسلام ترې مسلمانانو ته د صرف نظر امر کړی.
دا له ملي لوبډلې د امله پر غورځیدو هم تمامیدونکي وه ؛خو وروستۍ فیصله په دې وشوه چې املا به هر کال د دې نشان د نه لګولو په بدل کې جریمه ورکوي او همداسې یې وکړل.
امله د جنوبي افریقا لپاره دریم نړیوال جام کې لوبیږي؛خو په خوله روژه امله د روژې او کریکټ مهمو لوبو دا لومړی امتحان نه دی چې ورکوي یې؛بلکې تر دې مخکې هم امله په ځینو مهمو لوبو کې چې د روژې مبارکې میاشتې سره هم مهاله به افریقایۍ کریکټ لوبډله د خپلو سیالانو سره پر لوبو بوخته وه امله به په خوله روژه لوبیده او ځلیده،چې په یوه ټېسټ لوبه کې ټوله ورځ په میدان کې سره لمر ته ولاړ و خلکو یې له لوبې او (کلاسیکل) څلوریزو خوند اخیسته؛خو کلک مسلمان امله به د اوبو څښلو په (بریک) وقفه کې د (ټوېلت مېن) دولسم لوبغاړي رواړې اوبه د څښلو پر ځای پر سر توی کړې او بیا به پر ویشتنځای ودریده چې په هغه ټېسټ لوبه کې یې سلیزه هم پوره کړه.

نن هم همداسې: امله چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې لوبیده،د لوبډلې کپتان فاپ ډوپلیسي یې ټاس وګاټه او د لومړۍ توپ اچونې پلان یې عملي کړ، امله په خوله روژه د لوبې د لومړۍ پاڼۍ څه کم درې ساعته په لوبغالي کې د انګلستانیانو له خوا وهل شوی توپ په پوره انرژۍ سره را ایساروه او یو کېچ یې هم تر لاسه کړ.
د انګلستان د ۳۱۲ منډو هدف په تعقیب امله له ملګري کوینټن ډي کاک سره یو ځای توپ وهنې ته راغی،خو د انګلستان د چټک توپ اچونکي جافرا ارچر د یو بونس توپ په لوبولو کې بې وسه و؛ تر څو چې نوموړي د دغه اوچت توپ د پول کولو هڅه کوله بال د نوموړي پر هیلمټ ولږیده،املا لږ خوږ شو خو هیلمټ یې مات او ریټایر هرټ اوټ له لوبغالي بهر شو.
امله تر نړیوال جام مخکې رسنیو ته ویلي و دی دغه نړیوال جام ته زیات منتظر دی او هیله او هڅه یې دا ده چې دغه نړیوال جام کې به د ده سره،سره افریقایۍ کریکټ ملي لوبډله هم ښه ولوبیږي.

ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ