سینما او موسیقي

په یوه فلم کې د پاکستاني له روله د امیتاب بچن انکار او د پاکستانۍ اداکارې غبرګون

اعلان

په یوه فلم کې د پاکستاني رول لوبولو څخه د هندي سینما د مشهور او تجربه لرونکي اداکار امیتاب بچن انکار د پاکستان فلم لوبغاړې مهوش حیات غوسه کړي.

نوموړې وایي چې امیتاب بچن یوازې په فلمونو کې ښیې چې یو لوی انسان دی او په رښتنې ژوند کې یې ثابته کړه چې قوم پرسته دی.

د ایکسپریس نیوز ویپاڼې د خبر له مخې چې امیتاب بچن په یوه فلم کې د پاکستاني رول نه انکار کړی چې پاکستاني اداکارې مهوش حیات یې په وړاندې غبرګون ښودلی.

د معلوماتو له مخې، دوه کاله وړاندې د اسکر جایزې ګټونکي ډایریکټر ریسل پوکیتس د پاکستان او هند په سوله او امن جوړیدونکي فلم کې امیتاب بچن ته د کار کولو وړاندیز کړی وه چې ویل شوي وه بچن به په کې د پاکستاني رول ولوبوي.

په هغه مهال امیتاب د فلم د سکرپټ لیدو وروسته ستایلی او ډایریکټر ریسل وړاندیز یې منلی وه، خو د روان کال فبرورۍ په میاشت کې له پلوامه ځانمرګي برید وروسته د پاکستان او هند تر اړیکو خرابېدو له امله امیتاب بچن په دغه فلم کې د کار کولو څخه انکار وکړ.

پاکستانۍ اداکارې مهوش حیات په خپل ټویټر پاڼه په د امیتاب بچن په دغه کار خواشینې ښودلې.

نوموړې لیکلي: که چېرته دا رښتیا وي نو بیخې ناهیلي کوونکې ده، په وینا یې فلمونه د پلونو حیثیت لري او کولی شي چې تړاو پیدا کړي په خاص ډول هغه وخت چې ستونزې راولاړې شوې وي، په خبره یې په فکر یې قوم پرستي تر ټولو لوړه ده.

پاکستانۍ اداکارې زیاته کړې چې هیله لري چې پر دې غور وشي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی