رسنۍ سینما او موسیقي

اميتابچن د قومي مشر په څېره کې را څرګندېږي

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

امتابچن دا ځل د قومي مشر په څېره کې رول ادا کوي.

اميتابچن چې د باليووډ سېنما د پلار لقب لري غواړي په روان کال کې د سورج باراتيا په نوم ډايريکټر سره ګډ کار وکړي.

بچن اوسمهال په يوې تلوېزيوني خپرونې بوخت دی،که څه هم نوموړي ته له ډېر وخته د فلمونو پشنهادونه کېږی خو ردوله یې.

د کوينومي د خبر له مخې امتابچن د سورج د فلم کيسه خوښه سوې او غواړي د قومي مشر په رول کې ورسره ولوبېږي.

ددې فلم کيسه کورنۍ ده او د کورنۍ پر ارزښتونو راګرځي.

ويل کېږي پدې فلم کې به بومن ايراني هم رول ورسره ادا کړي.

ددې فلم لپاره تر اوسه نوم ندی ټاکل سوی خو راوپورونه وايي چې د روان کال د فيبروري په مياشت کې به يې د شوټينګ چاري پيل سي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ليکوال ژورنالیست دی, د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ