سینما او موسیقي

امیتا بچن: په هیڅ مذهب نه یم 

د هندي سینما تجربه کار فلم ستوری امیتاب بچن وایې په هیڅ مذهب دی.

دا چې امتیاب بچن په بالیوډ کې کوم مقام لري، ټولو ته معلومه ده، پخواني او اوسني ټول اداکارن یې له تجربو ګټه اخلي.

تازه یې په خپرېدونکي پروګرام (کون بني ګا کروړپتي) داسې خبرې کړي چې د تالار ناست ګډونوال او د خپرونې مینوال یې حیران کړل.

نوموړی وایې نوم یې بچن د هیڅ کوم مذهب پر بنیاد نه دی اېښودل شوی.

نوموړي زیاته کړې چې په پيل کې یې نوم سریواستو وه مګر ښوونځي ته د شامېلېدو پر مهال یې پلار ورته نوم بچن کېښوده، چې تړاو یې د هیڅ مذهب پورې نه دی.

دی وایې کله چې یې د احصایې مامورین هم کور ته ورغلي وه نو ورته یې ویلي وه چې کوم مذهب نه لري او دا یوازې هندوستانی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی