سپورټ کرکټ وزش او تمرین

امیت میشرا؛ یوازینی لوبغاړی چې IPL کې یې درې هټریکونه وهلي!

لیکنه: محمدنسیم حمیدي

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې پخوانی سلو توپ اچونکی امیت میشرا یوازینی لوبغاړی دی، چې د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې یې د ویکټو اخیستلو درې هټریکونه ترسره کړې دي.

امیت میشرا د هند په آی پي ایل سیالیو کې لومړی هټریک په ۲۰۰۸، دوهم هټریک په ۲۰۰۹ او درېیم هټریک یې بیا په ۲۰۱۳م کې وهلی.

هغه په ۲۰۰۸م کې د ډهلي ډریډیویلز لوبډلې په ګټه د ډهلي کپټلز په وړاندې، په ۲۰۰۹م کې د ډهلي کپیټلز په ګټه د کینګز الیون پنجاب په وړاندې او په ۲۰۱۳م کې یې بیا د سنرایزر حیدراباد په ګټه د پونا وريرز په وړاندې هټریک وواهه.

امیت میشرا د هندوستان په غوره لیګ کې له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې لوبېدلی، چې تر دې دمه یې ددې لیګ ۱۲ پړاونه لوبولې او په ترڅ کې یې د بیلابیلو لوبډلو سره ۱۴۷ سیالۍ ترسره کړې دي.

دغه لوبغاړي په یادو ۱۴۷ لوبو کې تر دې دمه د هند په آی پي ایل سیالیو کې ۱۵۷ ویکټې اخیستې دي.

امیت میشرا په یوه سیالي کې تر ټولو ښه توپ اچونه، د ۱۷ منډو په ورکولو سره د ۵ لوبغاړو سوځول دي.

ددې ترڅنګ دغه نامتو لوبغاړي د هند کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۲۲۹ شل اوریزه، ۳۶ یو ورځنۍ او ۲۲ بیا ټیسټ لوبې ترسره کړې دي.

هغه په شل اوریزه سیالیو کې ۲۵۳ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۶۴ ویکټې او په ټیسټ لوبو کې یې بیا ۷۶ ویکټې اخیستې دي.

لکشمه پتې بالاجې، امت میشرا، مکیانتینې، یوراج سینګ، روهیت شرما، پروین کومار، اجیت کندیلا، سونیل ناراین، پروین ټامبي، شین واټسن، اکسر پټیل، سمل بدری، انډروی ټای، جډوي انډیکټ، سم کرن او شریس ګوپال بیا هغه لوبغاړي دي، چې د هند په آی پي ایل سیالیو کې تراوسه یو ـ یو هټریک وهلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ