سپورټ کرکټ وزش او تمرین

عامر کرکټ پریښود؛ هغه ولې دومره مشهور شو؟

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې چټک توپ اچوونکي محمد عامر تېره پنجشنبه د ډېرسمبر په ۱۷ مه نېټه له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

د کرکټ ډېری مبصرینو ویلي، چې محمد عامر داسې تجربه کاره توپ اچوونکی دی، لکه څنګه چې په ۱۹۹۲ کلونو کې د پاکستان لپاره وسیم اکرم و.

وسیم اکرم د خپل وخت یو غوره الراونډر و، چې د پاکستان لوبډله یې تل په پښو دروله او د غوره الراونډرۍ په پایله کې یې لوبډلې ته بریاوې ورکولې.

د پاکستان کرکټ لوبډلې کیڼ لاسي چټک توپ اچوونکي محمد عامر په سریلانکا کرکټ لیګ کې تر لوبېدو وروسته له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

هغه ۳۰ ټېسټ، ۶۱ یو ورځنۍ او ۵۰ شل اوریزې لوبې کړي دي او د پاکستان لپاره یې له لاسته راوړنو ډکه توپ اچونه کړې ده.

Mohammad Amir: Pakistan bowler retires because of 'mental torture' - BBC  Sport

پاکستاني محمد عامر د پنجشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۱۷ مه نېټه له نړیوال کرکټ سره خدای پاماني وکړه.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې دی نور په نړیوال کرکټ کې د پاتې کېدو هیله نه لري.

محمد عامر د پاکستان د پنجاب ایالت د ګوجرانواله کې زېږېدلی او اوسمهال ۲۸ کاله عمر لري.

نوموړي د پاکستان لپاره په ۲۰۰۹ کال کې نړیوالې لوبې پیل کړې او د پاکستان په چټکو بالرانو کې یو له وړتیاوو برخمن توپ اچوونکی دی.

محمد عامر په نړیوال کرکټ کې ۲۵۹ وېکټې ترلاسه کړي، چې په ټېسټ لوبو کې یې د وېکټو شمېر ۱۱۹ ته رسېږي، په یو ورځنیو لوبو کې یې د وېکټو تعداد ۸۱ ته رسېږي او په شل اوریزو لوبو کې یې وېکټې ۵۹ دي.

نوموړی د سریلانکا سوداګریز کرکټ لیګ په لومړي پړاو کې د ګال ګلېډېئټرز په ګټه ولوبېد او د پنځه مخکښو وېکټ اخېستونکو بالرانو څخه وو.

د دوی لوبډلې په پایلوبه کې له جېفنا سټایلیئنز څخه ماته وخوړه او له دې لوبو وروسته یې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

Mohammad Amir retires: Pakistan pacer Mohammad Amir announces retirement  from international cricket, alleges mental torture | Cricket News

محمد عامر په ۱۷ کلنۍ کې مشهور شو

عامر ۱۷ کاله عمر درلود، چې پاکستان کې د پاکستان نېشنل بېنک په لوبډله کې پیل وکړ، په دې لوبو کې یې ۵۵ وېکټې واخېستې او له همدې ځایه یې د ځلېدلو لړۍ پیل شوه.

۲۰۰۹ کال نړیوال شل اوریز جام کې یې د پاکستان لپاره د انګلستان خلاف د شل اوریزو لوبو پیل وکړ او د سریلانکا پر وړاندې یې پایلوبه کې خورا ښه توپ اچونه هو وکړه.

نوموړی په دې پایلوبه کې د پاکستان د اتلولۍ شاهد لوبغاړی و.

۲۰۱۷ کال قهرمانۍ جام یا چمپیئن ټرافي کې یې د هندوستان اوپننګ توپوهنه وننګوله.

Mohammad Amir retirement Pakistan Test cricket news

د روهېټ شرما او یرات کولي په سوځولو سره یې د هندوستان لوبډله له ماتې سره مخ کړه او دغه قهرمانۍ جام لوبو اتلولي هم پاکستان وګټله او هندوستان ته یې پایلوبه کې ماته ورکړه.

۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د پاکستان لپاره تر ټولو د ډېرو وېکټو اخیستونکی بالر و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ