ادبیات بریا او پرمختګ ژوند بڼه کلتور او هنر مخکښان

زه یم زمری، په دې نړۍ له ما اتل نسته

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

امیر کروړ د امیر فولاد زوی د څلورم خلیفه حضرت علي (رض) په وخت کې مسلمان او د غور د زمامدار په حیث وټاکل شو.

یوازینی ادبي او تاریخي اثر چې د نوموړي په هکله د پام وړ مالومات ورکولای شي، د محمد هوتک پټه خزانه ده، چې د نورو کتابونو په تائید او نقل قول سره پکې ویل شوي:

“امیر کروړ د امیر فولاد سوري زوی په ۱۳۹ هجري قمري کال د غور په مندیش کې د پادشاهۍ پر تخت کیناست او ځان ته یې د نړۍ پهلوان وایه.”

ویل کېږي چې نوموړي د غور د قلعو او د بالستان د ماڼیو، خیسار تمران او کشک له فتحې څخه وروسته د امویانو د خلافت په ړنږولو او د عباسیانو ته د خلافت د رسېدو لپاره ښې کارنامې لرلې. روایت کېږي چې امیر کروړ ډېر شجاع، دلیر او پهلوان و. او په یوازې ځان د سلو پوځیانو په مقابل کې جنګېده، د همدې لپاره وه چې ځان ته یې د کروړ لقب ورکاوه چې د کلک او سخت په مفهوم دی.

د پټې خزاني مؤلف د سوریانو له تاریخ څخه په نقل وایي چې دا کسان او امرأ له پېړیو را په دېخوا په غور، بالستان او بست کې میشت و.

د پټې خزانې مؤلف همدارنګه چې د امیر کروړ د ژوند ملي او حماسي اړخ یې ذکر کړی د هغه ادبي څېره هم راپیژني. داسې وایي چې نوموړی سربېره پر دې چې یو نامتو عادل رهبر او غټ فاتح و، د شعر او ادب په برخه کې یې فصیح او بلیغه ژبه درلوده، یو پیاوړی شاعر و چې په پښتو ژبه یې شعر وایه.

له بده مرغه چې مکمل دیوان یې زموږ په لاس کې نشته، یوازې د شعر یوه بیلګه یې محمد هوتک په پټه خزانه کې تر موږ رارسولې. د روایاتو پر بنسټ دا حماسي اشعار امیر کروړ وروسته له هغو بریالیتوبونو څخه ویلي دي چې د عباسیانو د طرفدارۍ په وخت کې یې په جنګ کې ترلاسه کړي ول.

د نوموړي اشعار په پښتو ژبه کې ډیر اهمیت لرونکي دي، ځکه چې د پښتو منظوم ادب قدامت تر ۱۳۹ هجري قمري کال پورې رسوي. همدارنګه محمد هوتک لیکي چې امیر کروړ په کال ۱۵۴ هجري قمري کې د پوشنج په جنګونو کې وفات شوی او وروسته له مرګ څخه یې زوی امیر ناصر د غور، بست، سور او زمینداور حاکم شه. دلته یې د حماسي شعر وی څو بیتونه ذکر کوو:

ویاړنه

زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نسته

په هندو سندو پر تخار او په کابل نسته

بل په زابل نسته-له ما اتل نسته

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ