سینما او موسیقي له نړۍ مخکښان

عامرخان د اردوغان میرمن سره لیدلي، هندو ملتپال پرې غوسه دي

لیکنه: یاران هنر

د بالیوډ سینما وتلی ستوری عامر خان، د ترکیې د لومړۍ میرمن ایمن اردوغان سره تر لیدنې وروسته د ټویټر په ټاپ موضوعاتو کې و.

د اګست په 15 مه نیټه د ترکیې لومړۍ میرمن ایمن اردوغان د بالیوډ له نامتو ستوري عامرخان سره خپل عکسونه په ټویټر خپاره کړل چې په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ خپاره شول.

ایمن اردوغان له عامر خان سره چې د ” لال سینګ چډه “ فلم د شوټینګ لپاره ترکیه کې دی، له لیدنې وروسته له هغه سره د لیدنې عکسونه خپاره کړل او ورسره یې ولیکل” خوشاله یم چې له هندي اکټر، فلم جوړونکي او ډایرکټر عامرخان سره مې استانبول کې وکتل“

ددې عکسونو له خپرویدو وروسته د هند د حکومت ملاتړو په عامرخان سخته غوسه څرګنده کړه چې ولې یې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له میرمنې سره کتلي چا چې د کشمیر څخه د نیمه خپلواکۍ د اخیستلو په برخه کې د هند د حکومت پریکړه غندلې وه.

اردوغان د کشیمر په مساله کې چې هند او پاکستان دواړه یې د ملکیت ادعا کوي د پاکستان د دریځ ملاتړ کړی او له همدې کبله پرې نیشنلیست هندوان غوسه دي.

نوې ډیلي انقرې ته ویلي چې د هند په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.

په ټویټر کې پر عامر خان له دې کبله چې د ترکیې د لومړۍ میرمنې سره یې کتلي نیشنلیستو هندوانو د ”ملت ضد“ تور پورې کړی او له همدې کبله د عامر خان دا لیدنه په هند کې د ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو د بحثونو توده موضوع وه.

په عامر خان د هندوانو غوسه یوازې په ټولنیزو رسنیو پورې محدوده نه وه. دا اونۍ په هند کې د واکمن بهارت جاناتا ګوند یو نژدې سازمان عامرخان وغنده چې د دوی په وینا یې ” له هغو سره دوستي کوي چې د هند دښمنان دي “

ددې سازمان مجلې پر خپل پښتۍ د عامرخان عکس خپور کړ او ورسره یې ولیکل د ” ښارمار د خوښې خان “ چې اشاره یې چین کې د عامر خان شهرت ته وه.

۵۵ کلن عامر خان په هندوستان کې له دې کبله هم له سختو انتقادونو سره مخ دی چې ولې په چین کې ډیر شهرت لري. عامرخان په ټولنیزو رسنیو کې د میلونونو وګړو له خوا څارل کیږي او مینه وال ی ېدي.

د هند په سینما کې له تیرو 30 کلونو څخه درې خانان عامرخان، شاه روخ خان، او سلمان خان تر نورو مخکښ دي. دوی وخت ناوخت د سختدریځو هندوانو له نیوکو سره مخ کیږي.

عامرخان بیا د خپل کار په بڼه او دریځ کې تر نورو جلا دی. هغه په لسګونو هندي فلمونو کې مخکښ رول لوبولی دی چې ډیر کله د هندو یا سیک اتل په توګه څرګندیږي. پر مخالفانو سربېره عامرخان په هندوانو کې میلونونه مینه وال هم لري هغه په چین، ترکیه، افغانستان، پاکستان او عربي هېوادونو کې هم بې شمېره مینه وال لري.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر

تبصره مو ولیکئ