سینما او موسیقي

عامر خان د هالیووډ په یوه ریمیک فلم کې کار کوي

اعلان

د هندي سینما تکړه او تجربه کار فلم ستوری عامر خان د هالیوډ یا انګلیش سینما په یوه ریمیک فلم کې کار کوي.

د رپوټونو له مخې عامر خان به د بالیوډ سینما په هغه یوه فلم کې کار وکړي چې د هالیوډ د فلم ریمیک دی.

ریمیک فلم هغه فلم ته ویل کیږي چې یو ځل وړاندې جوړ شوی وي، خو د یو څه زیاتونو سره یا په یوه تغیر سره بیا له سره جوړ شي.

اردو نیوز خبرې ویپاڼه وایي چې عامر خان به دا ځل د هالیوډ د یوه مشهور فلم په یوه ریمیک کې کار وکړي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه فلم چې عامر خان په کې د کار کولو لپاره زړه ښه کړی د هالیوډ جوړې شوې بڼې یې د اسکرز ایوارډ یا جایزه هم ګټلې.

دغه فلم (فاریسټ ګمپ) نومیږي چې په کې هینګز مرکزي رول لوبولی او اټکل دی چې عامر خان به یې په ریمیک کې هم د همدغه اداکار رول ولوبوي.

د یادولو ده چې عامر خان وروسته فلم ټهګز اف هندوستان وه چې ریلیز شو که څه هم په لومړیو ورته هیلي ډېرې وي چې کامیاب به شي خو دغه فلم یې باکس افس کې دومره پاتې راغلی چې خپل سر یې هم پوره نه کړ.

په دغه فلم یې هم نیوکه دا وه چې دا فلم یې د هالیوډ د یوه مشهور فلم کاپي یا ورته وه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی