د هندوستانۍ سينما تکړه فلم ستوري عامر خان د خپل وروستي فلم ټهګز اف هندوستان له ناکامېدو وروسته هغه فلم چې مخکې یې په کې له کار کولو انکار کړی و، بېرته ور وګرځېده.
عامر خان تېر کال په یوه ټويټ کې د مغل په نامه په یوه نوي جوړیدونکي فلم کې د کار نه کولو ویلي ول.
خو اوس هندۍ رسنۍ وایي چې د ټهګز اف هندوستان له ماتې وروسته عامر پتیلې چې په همدغه فلم کې بېرته کار وکړي.
د معلوماتو له مخې، عامر خان ویلي ول چې مغل فلم کې ځکه کار نه کوي چې د دغه فلم لارښود سبهاش کپور په جنسي تېري باندې تورن دی.
ده ویلي ول د داسې یوه لارښود سره نه غواړي کار وکړيي چې د جنسي تیري په څېر په یوه ناوړه عمل باندې اخته وي.
عامر خان دغه اعلان د ټهګز اف هندوستان له ریلیز کېدو وړاندې کړی و، خو د دغه فلم له ناکامېدو وروسته عامر خان له خپلې خبرې په شاه شوی او غواړي چې بېرته په فلم مغل کې کار وکړي.
د هندوستاني رسنیو د رپوټونو له مخې عامرخان دغه پرېکړه د ټهګز اف هندوستان د ناکامېدو وروسته کړ خو ځینې نور بیا وایي چې فلم ته د عامر خان د بېرته راګرځېدو وروسته د فلم لارښود سبهاش کپور هم تبدیل شوی او د فلم پروډیوسر بهوشن کمار د فلم مغل لپاره د یوه نوي فلم لارښود په لټه کې دی.
د یادولو ده چې تر اوسه د عامر خان څخه غیر د فلم نور ټیم نه دی اعلان شوی او نه هم د فلم د شوټینګ د پیل او پای څه ویل شوي دي.