د نوموتي امريکايي ليکوال او روزونکي آنتوني رابينز ښې ویناوې

ژباړه: محمد عزيز پردېس
– مونږ ټول هيلې او خوبونه لرو او موږ ټول غواړو چې خلک راسره مينه وکړي او موږ ټول کولی شو چې بدلونونه رامنځ ته کړو او پر نورو اغېز وښندو.
– زموږ په دننه کې يوه لويه او غښتلې نيرو ځای پرځای شوې ده، چې کولی شي موږ خپلو ټولو هيلو ته ورسوي.
– يوه پرېکړه، کولی شي چې د ډېرو برياوو په لور تاسې ته دريڅې پرانيزي.
– موږ او تاسې هم کولی شو چې د ځان لپاره په زړه پورې ژوند برابر کړو، په دې شرط چې زړه ور واوسو.
– هرڅومره چې ډېرې پرېکړې ونيسئ، نو د پرېکړې نيونې قوه به مو غښتلې شي.
ـ بايد له تېر څخه زده کړه وکړو، نه دا چې په تېر کې ژوند وکړو.
ـ د هرې لويې بریا پر وړاندې لوی خنډونه موجود وي.
– هغه څه چې زموږ برخليک ټاکي، د ژوندانه شرایط نه، بلکې زموږ پرېکړې دي.
ـ تل د خپل عايد لسمه برخه سپما کړئ.
– د هر فردي برياليتوب لپاره لومړی په خپلو باورونو کې بدلون راولئ.




وروستي مطالب

نوین‌الحق: ارمان مي دی، چې IPL کې د ډوهني تر رهبرۍ لاندي ولوبېږم

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ‌اچونکي نوین‌الحق په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، ارمان یې دادی، ترڅو د هند کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په آی پي ایل سیالیو کې د چینای ... نور ولولئ