سیاست نړۍ

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر:په پارلمان برید د منلو وړ ندی.

لیکنه: مهر تاج

خبرياله: مهرتاج

واشنګټن: د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر “مایک پامپیو”، پارلماني برید د منلو وړ نه بولي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي دي، چې د کیپیټل هیل پیښې عاملین باید عدالت ته راکاږل شي.

هغه وویل: “زه د سوله ییز لاریون لپاره د هر وګړي په اساسي حق باور لرم ترڅو خپلو اهدافو ته ورسېږم.”

جمهوري غوښتونکي په “جورجیا” کې د سنا دواړه څوکۍ له لاسه ورکوي.

دیموکراتانو د متحده ایالاتو په جورجیا ایالت کې د سنا دواړه څوکۍ وګټلي.

د جورجیا د سنا په ټاکنو کې دیموکراتانو نوماندان “جان اوسف ” او “رافیل وارنوک ” د جمهوري غوښتونکو “ډیویډ پرډو ” او “شان کیلي” ته ماتې ورکړه.

د متحده ایاالتو رسنیو په حواله ، رافیل له 22.5 ملیونه ډیرې رایې ترلاسه کړي او “جون اوسوف” له 22.3 ملیون ډیر رایې ترلاسه کړي.

په دې توګه دیموکراتانو د متحده ایالاتو مشرانو جرګې وګټله.

د وروستیو راپورونو پر اساس، د امریکا د ولسمشر ټرمپ پلویانو دا مهال د دغه هېواد کانګرس محاصره کړی او یو شمېر پلویان یې دننه ننوتي دي.

ویل کېږي، چې په کانګرس کې روانه جلسه هم له دې وجې په ټپه ودرېده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ