مارچ 9, 2021

دولس کلن نابغه د امریکا فضايي پوهنتون کې زده‌کړې کوي

Advertisements

راپور: نسیمه محمدي
کوچنی امریکايي نابغه د زده‌کړو دویم کال د امریکا د فضايي پوهنتون د انجینرۍ څانګه کې پیل کړي دي.
د people د راپور سره سم، دولس کلن امریکايي هلک د امریکا په فضايي‌هوايي پوهنتون کې خپلې زده کړې پیل کړي دي.
دولس کلن کالب انډرسون، د امریکا د جورجیا ایالت اوسېدونکي په نهه میاشتنۍ کې د اشارې ژبه زده کړه. ډېر ژر يې لوستل پیل کړل او په دولس کلنۍ کې یې د ریاضي مسایلو حل زده کړ. وروسته یې کورنۍ نوموړی د ښوونځي لومړي ټولګې کې شامل کړ.
کالب د ښوونځي د خاطراتو په یادولو سره وايي:

“ښه مې یادېږي، چې ټولګيوال مې له ما په ونه لوړ وو. هغه وخت زه دومره کوچنی وم، چې په سختۍ به پر لاره تللم.”

د ځانګړو وړتیاوو او لوړ ذکاوت په لرلو سره، دا هلک په درې کلنۍ کې د لوړ ضریب ذکاوت لرونکو وګړو په انجمن، MENSA  کې ومنل شو.
د دغه نابغه کورنۍ وايي:

“هغه د ریاضیاتو په زده‌کړه کې له خپلو همزولو په ځلونو وړاندې وو. موږ دسمدستي پوه شوو، چې کالب ځانګړی دی.”

نوموړی په یوولس کلنۍ کې د Chattahoochee فني پوهنځۍ ته لاړ.
اوسمهال دغه تنکی ځوان دولس کلن دی او دویم کال پرمخ وړي. نوموړی به په دغو دوو کلونو کې د انجینرۍ د کارپوهنې مدرک، به تر لاسه کړي. دغه ماشوم ویل چې په هوښیارۍ سره یې خپل راتلونکی مسلک او دنده ټاکلې:«له ماشومتوب څخه مې فضا ته د الوتنې هیله درلوده.»
انډرسون د جورجیا د تېکنالوژۍ په انسټیټیوت/ ماساچوست کې د زده لېواله دی. هغه هيله‌مند دی، چې دا چاره به له نوموړي سره مرسته وکړي، چې په ټسلا او ایلان ماکس SpaceX کې کار وکړي.
مور او پلار په خپل زوی ډېر ویاړي. د نوموړي مور هیله‌منده ده، چې د کالب په څېر نور ماشومان به ټولو ته ثابته کړي، چې د تور پوستو اولادونه کولای شي، سترې بریاوې ترلاسه کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ